د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۳

زلمی رسول: له متحده عربي اماراتو سره په ګڼو مسایلو موافقې وشوې


ښاغلی زلمی رسول وايي، دا مهال شاوخوا یو سلو پنځوس افغانان په بیلابیلو جرمونو په متحده عربي اماراتو کې زنداني دي.
ښاغلی زلمی رسول وايي، دا مهال شاوخوا یو سلو پنځوس افغانان په بیلابیلو جرمونو په متحده عربي اماراتو کې زنداني دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکې کې په بیلابیلو برخو کې د هغو یو شمیر تفاهم لیکونو د لاسلیک کیدو خبر ورکړ، چې په ابوظبي کې له متحده عربي اماراتو سره د دواړو هیوادونو د همکاریو د کمیسیون په لومړنۍ غونډه کې لاسلیک شوي دي.

ډاکتر زلمي رسول وویل، چې په دغه سفر کې په سیاسي، اقتصادي، تجارتي، د ښوونې او روزونې او کانونو په برخو کې په همکاریو ټینګار وشو.

هغه وویل د متحده عربي اماراتو چارواکو په دې سفر کې د دوه نیم سوه ملیونو امریکايي ډالرو بلاعوضه مرستې موافقه وکړه؛ چې د هغې په یوې برخې به د کابل په قصبې سیمه کې بې وزلو خلکو ته اپارتمانونه جوړ شي:

″په دې غونډه کې لومړۍ د دواړو بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د دوه اړخیړو او سیمه یېزو مسایلو په اړه د تفاهم یو یاداشت لاسلیک شو. بیا د متحده عربي اماراتو له خوا د دوه سوو پنځوس ملیونو بلاعوضه مرستې تفاهم هم لاسلیک شو.

په افغانستان کې پراختیايي پروژې:

په دې به په افغانستان کې پراختیايي پروژې په ځانګړې توګه د کابل په قصبې سیمه کې معیوبینو او معلولینو ته د هستوګنې د څلور زرو اپارتمانونو د جوړولو پروژه تمویل شي.″

زلمي رسول وویل، د پانګونې په برخه کې د موافقه لیکونو په برابرولو او د مخابراتو، ښوونې روزنې، د لوړو زده کړو او په ځانګړې توګه کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په پياوړي کیدو موافقه وشوه.

داسې پریکړه شوې، چې دغه کمیسیون هر کال غونډه ولري. دا یې لومړنۍ غونډه وه چې په متحده عربي اماراتو کې وشوه، دویمه غونډه یې په راتلونکی کال په کابل کې کیږي.

زلمی رسول

د بهرنیو چارو وزیر وویل، پریکړه وشوه، چې له متحده عربي اماراتو نه د افغان زندانیانو د راګرځولو په اړه د دواړو هیوادونو اړوند ارګانونه خبرې پیل کړي.

د نوموړي په وینا دا مهال شاوخوا یو سلو پنځوس افغانان په بیلابیلو جرمونو په متحده عربي اماراتو کې زنداني دي.

ښاغلي رسول وویل، چې ټاکل شوې د متحده عربي اماراتو او افغانستان د همکاریو کمیسیون هر کال غونډه ولري:

″داسې پریکړه شوې، چې دغه کمیسیون هر کال غونډه ولري. دا یې لومړنۍ غونډه وه چې په متحده عربي اماراتو کې وشوه، دویمه غونډه یې په راتلونکی کال په کابل کې کیږي.

موږ دارنګه ګډ کمیسیونونه له نورو هیوادونو سره هم لرو. البته د کمیسیون په سر کې د بهرنیو چارو وزیر وي خو د نورو وزارتونو استازي هم په کې وي.″

د سولې په پروسې کې د عربي امارتو مرستې:

پخوا تردې د متحده عربي اماراتو چارواکو ژمنه کړې وه، چې د سولې په پروسې کې له افغانستان سره مرستې ته چمتو دي. متحده عربي امارات یو له هغو هیوادونو څخه هم شمېرل کیږي، چې د سولې د پروسې د پرمختګ په صورت کې په کې د وسلوالو طالبانو د د فتر د پرانستنې خبره هم کیږي.

خو د بهرنیو چارو وزیر وویل، د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره په دې اړه خبري نه دي شوي، خو ښايي د سولې د عالي شورا یو پلاوی په راتلونکې کې دغه هیواد ته یو سفر ولري.

متحده عربي اماراتو له افغانستان سره له مالي مرستې سربیره د ناټو په مشرۍ په ایساف ځواکونو سرتیري هم لري.
XS
SM
MD
LG