د ليبيا د مخالفې انتقالي شورا يو چارواکى وايي شورا يې ويلي چې ژر تر ژره به د ليبيا له مرکز طرابلس څخه حکومت کول پيل کړي.
دغه اعلان د علي طرهوني له خوا وشو، چې د ملي انتقالي شورا له لوري د ماليې وزير دى. ده وويل شورا په پام کې لري چې ژر تر ژره له خپل مهم ختيځ مرکز بنغازي څخه د طرابلس پر لوري وخوځېږي چې د معمر قذافي د رژيم مخالفان په کې د خپل کنټرول د ټينګولو په هڅه کې دي، مخالف ياغيان څلور ورځې مخکې دغه ښار ته ننوتل او د دې هېواد مشر معمر قذافي يې مجبور کړ چې په کوم نامعلوم ځاى کې پټ شي.
يوه مخالف چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، رويټرز اژانس سره په خبرو کې وويل چې قذافي هرڅه له لاسه ورکړي:
”قذافي چې هرڅه ويلي درواغ دي، هغه غواړي د ليبيا خلک ووژني، ځکه نو ده د وسلو د ډيپوګانو د پرانيستلو او د ليبيا د خلکو د وسلوالولو امر وکړ چې اوس خلک په خپلو کې سره وژني. هغه دا څرګنده کړه چې هرڅه يې له لاسه ورکړي. خپل ځان، خپل خلک او هرڅه چې لرل له لاسه ورکړي دي“
په يوه بل پرمختګ کې چارواکي وايي امريکا او جنوبي افريقا پر يوې معاملې سلا شوي چې د ليبيا يونيم ملياره ډالره کنګل شوې شتمني خوشې کړي.
له دغو پيسو به په بشري مرستو او نورو ملکي اړتياوو کې استفاده کېږي.