د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۷

د ايران او شمالي کوريا پټه اټومي همکاري


د ايران د بوشهر اټومي بټۍ
د ايران د بوشهر اټومي بټۍ
جرمنۍ ورځپاڼې زود دويچ سايتونګ د لوېديځ د ځينو استخباراتي سرچينو په حواله ليکلي، چې شمالي کوريا په پسرلي کې دغه پروګرام چې په امريکا کې پراختيا ورکړل شوې وه د ايران په واک کې ورکړى دى.

د دې کمپيوټري پروګرام په مرسته د نيترون جريان تحريک کېږي.

د راپور پر اساس، د دې پروګرام په مرسته ايران کولاى شي د اټومي وسلو د جوړولو لپاره مهمه پوهه او مهارتونه ترلاسه کړي.

که دا راپور تاييد شي، د ايران د لانجمن اټومي پروګرام او له شمالي کوريا سره يې د اړيکو په باب د لوېديځو هېوادونو شکونه نور هم زياتېږي.

شمالي کوريا هم يو پټ اټومي پروګرام لري چې نړۍ ته يې اندېښنې پيدا کړې دي.

د روان کال په لومړيو کې د ملګرو ملتونو په يوه پټ راپور کې راغلي وو، داسې ښکاري چې شمالي کوريا او ايران په منظم ډول پرته له دې چې د ملګرو ملتونو بنديزونه په پام کې ونيسي، د بلاستيک توغنديو ټکنالوژي په خپلو کې تبادله کوي.

رويټرز اژانس د ايران د يوه استازي له قوله وايي، چې ويلي يې دي، د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې يو عالي رتبه چارواکي تېره اوونۍ په يوه کم سابقه پنځه ورځنۍ کتنه کې، د ايران اټومي تاسيسات وکتل، د هغه په خبره دا کتنه د تهران له لوري د بشپړ شفافيت څرګندويي کوي.

خو د اتريش په مرکز ويانا کې يوه لوېديځ ډيپلومات ويلي چې ايران ته د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې د مرستيال هيرمان ناکارتس سفر، د ايران د اټومي پروګرام په باب اندېښنې راکمې نه کړې.

د سرچينې په باور ايران په وياړ سره خپل ټول اټومي فعاليتونه نندارې ته کښېښودل او څرګنده يې کړه چې د ملګرو ملتونو بنديزونو ته له پاملرنې پرته دا پروګرام پرمخ بيايي.

خو جرمنۍ ورځپانه زود دويچ سايتونګ ليکي، دغه کمپيوټري پروګرام چې MCNPX 2.6.0 نومېږي، عمدتاً د ملکي اهدافو لپاره کارول کېږي، خو څرنګه چې له دغه پروګرام څخه د اټومي بمونو په جوړولو کې هم استفاده کېدى شي، صادرول يې شديداً منع دي.

دا لا څرګنده نه ده چې شمالي کوريا دغه پروګرام څنګه ترلاسه کړى دى.

ورځپاڼې ويلي، د شمالي کوريا يو هيئت په فبرورۍ کې ايران ته لاړ چې په يوه روزنيزه دوره کې د ايران د دفاع وزارت کارکوونکي د دې کمپيوټري پروګرام په باب وروزي.

د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې تېر کال د ايران د اټومي پروګرام د پوځي اړخونو د احتمال په باب وويل، داسې معلومات يې ترلاسه کړي چې د دې ادارې اندېښنې زياتولاى شي.

ايران د لوېديځو هېوادونو تورونه ردوي او وايي اټومي پروګرام يې ملکي اهداف لري. دا مسئله له ٢٠٠٦م کال راهيسې د دې سبب شوې چې ملګري ملتونه او لوېديځ پر ايران بنديزونه ولګوي.
XS
SM
MD
LG