د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۳

امريکا له ننګرهار سره۷۰ ميلیونه ډالره مرسته کوي


ګل اغا شيرزي وويل، چې د امريکا له سفير سره يې خبرې ګټورې وې
ګل اغا شيرزي وويل، چې د امريکا له سفير سره يې خبرې ګټورې وې
په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو سفير راين کراکر ننګرهار ته خپل سفر کې له دغه ولايت سره د ۷۰ ميلیونه ډالرو مرستې پر اعلان سربيره په جلال اباد کې د قونسلګرۍ د پرانيستې خبر هم ورکړ.

د امريکا متحده ايالاتو سفير راين کراکر د چهار شنبې په ورځ له غرمې ورسته په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به په ننګرهار کې اويا ميلیونه امريکايي ډالره د کرنې، بريښنا، سړکونو، پلونو او يو شمېر نورو پراختيايي پروژو په جوړولو ولګوي.

چې په خبره يې دا د دې ښکارندوي کوي، چې موږ له افغانستان سره ډېره ستراتيژيکي ملګرتيا لرو او ننګرهار موږ ته ځانکړی ارزښت لري.

هغه دا هم وويل، چې په لنډ وخت کې به په دغه ولايت کې د امريکا متحده ايالاتو قونسلګري هم پرانيزي.

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي هم وويل، چې د امريکا له سفير سره يې خبرې ګټورې وې:

(له سفير سره مې د بريښا، زراعت او يو شمېر نورو پراخيتايي پروژو په اړه هر اړخيزه خبرې وکړې ، ده راسره د هر راز مرستې ژمنه وکړه.)

والي ګل اغا شيرزي دا هم وويل، چې په ننګرهار کې يې د امريکا قونسلګرۍ د جوړېدو موافقه هم له سفير سره کړې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به پرانيستل شي.

ياده دې وي، چې امريکايي سفير ننګرهار ته په خپل لومړني سفر کې پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې دوي هيڅ کله په افغانستان کې د دايمي اډو جوړولو په فکر کې نه دي هغه دا هم وويل چې موږ به د ۱۹۹۰ کلونو هغه غلطۍ بيا تکرار نه کړو، چې افغانستان مو يوازې پريښی وو.

محمد داود وفا-جلال اباد
XS
SM
MD
LG