سرچينه: فايننشل ټايمز ورځپاڼه
پاکستانيانو د چين پوځي انجيرانو ته اجازه ورکړې چې له سټيلټ امريکايي څرخي الوتکې چې ټکنالوژي يې محرمه ده، عکاسي وکړي.
سټيلټ هغه څرخي الوتکه ده، چې رادار سيسټم يې نه شي کشفولاى.
امريکايي ځواکونو دا څرخي الوتکه تر هغو عملياتو وروسته چې په کې اسامه بن لادن ووژل شو، د پېښې په سيمه، ايبټ اباد کې پرېښې وه.
وروستۍ پېښه د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړيکې نورې هم خرابوي. استخباراتي کړيو ته يو نژدې کس وايي، امريکا داسې معلومات لري چې پاکستان او په مشخص ډول د پاکستان استخباراتو يا (اى، ايس، اى) په ايبټ اباد سيمه کې د امريکا د نسکورې شوې څرخي الوتکې پاتي شوني د چين پوځيانو ته په واک کې ورکړي دي.
سرچينه وايي د پاکستان استخباراتي ادارې د چين پوځي انجنيرانو ته اجازه ورکړې چې د امريکايي سټيلټ څرخي الوتکې پر پاتې شويو ټوټو څېړنه وکړي، عکسونه يې واخلي او ځينې نمونې يې ترلاسه کړي.
دغه څرخي الوتکه، پرته له دې چې د پاکستان د رادار له خوا کشف شي، د دغه هېواد قملرو ته ننوتلې وه.
فايننشل ټايمز ورځپاڼه ليکي:
د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنيت سلاکارانو د دې پېښې پلټنې پيل کړي، په دې باب به وروسته پرېکړه کېږي چې څه عکس العمل وښوول شي. د امريکا يو عالي رتبه پوځي مقام وايي:
”موږ له اوسني وضعيت څخه خوښ نه يو“
کله چې په مې مياشت کې د امريکا ځانګړو سمندري ځواکونو په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر استوګنځي بريد وکړ، د امريکا يوه سټيلټ څرخي الوتکه د کور له دېوال سره وجنګېده او نسکوره شوه.
د امريکا ځانګړو سمندري ځواکونو، د دې لپاره چې پوځي ټکنالوژي يې افشا نه شي، لومړى يې د الوتکې مهمې برخې له منځه يووړې، بيا يې منفجره کړه، خو د الوتکې لکۍ چې د کور له انګړه دباندې پاتې وه، روغه پاتې شوه.
تر پېښې دوې اوونۍ وروسته د امريکا د مشرانو جرګې غړى جان کېري پاکستان ته لاړ چې د دې الوتکې د بيا ستنولو خونديتوب يقيني کړي.
د فايننشل ټايمز ورځپاڼې په باور:
خو هغه وخت، پاکستاني چارواکو د اسلام اباد له خبرتيا پرته په مرموز ډول چينايانو ته اجازه ورکړه، چې د امريکايي څرخي الوتکې پر پاتې شونو څېړنه وکړي او عکسونه يې واخلي.
ان د الوتکې د لکۍ عکسونه په انټرنټ هم خپاره شوي دي.
د امريکا استخباراتي ادارې يا (سي، اى، اې) ته يو نژدې کس وايي:
”موږ په واضح او څرګنده پاکستانيانو ته ويلي وو، چې د الوتکې پاتې شوني د هېچا په واک کې ورنه کړي“
د ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي:
امريکايي چارواکو د پاکستان د لوى درستيز اشفاق کياني څرګندونې نه دي منلي، هغه دا مسئله ظاهراً رد کړې ده.
چينايي چارواکو په دې باب له څه ويلو ډډه کړې. خو دا مسئله د پام وړ ده چې چين له پاکستان سره نژدې پوځي اړيکې لري او د پاکستان د پوځ يو اساسي اکمالوونکى ګڼل کېږي.
چين د امريکايي څرخي الوتکې څېړنې او بررسۍ ته ډېر لېوال دى. عالي رتبه چارواکي وايي، سره له دې چې د الوتکې اساسي برخه ويجاړه شوې، خو دا ګرانه ده که وويل شي، د الوتکې له پاتې برخو څخه ترلاسه شوي معلومات به څومره د کارونې وړ وي.