د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۰

پکتیا:د ځنګلونو د وېش په سر وسله والې قومي شخړې رامنځته شوې


د پكتيا په جاني خيلو او څمكنيو ولسواليو كې له تېرو دوو – دريو ورځو راهيسې د ځنګلونو د وېش په سر وسله والې قومي شخړې رامنځته شوې، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې د ښكېلو غاړو پينځو تنو ته پكې مرګ ژوبله اوښتې.

د لومړۍ وسله والې شخړې په اړه، چې په سرحدي ولسوالۍ جاني خېلو كې رامنځته شوې، د دې ولسوالۍ يو تن اوسېدونكي حميد خان ازادۍ راډيو ته د ټیليفون پر كرښه وويل:

(شخړه په سيمه كې د ميشتو قومونو مياخېلو، حى خېلو او ارخېلو تر منځ رامنځته شوې، چې په كې درې تنه وژل شوي او يو بل تن ټپي شوى دى.)

نوموړى دا هم زياتوي چې شخړه د دريو ښكېلو غاړو تر منځ د غرنيو ځنګلونو د وېش پر سر رامنځته شوې.

حميد خان وايي، چې شخړه په داسې سيمه كې رامنځته شوې چې هلته د افغان حكومت حاكميت نشته او ښكېلې غاړې په جګړه كې سپكې او درنې وسلې كاروي.

بل خوا بيا د څمكنيو او جاني خېلو ولسواليو اړوند د حسن زيو او حكم زيو خېلو تر منځ هم د ځنګلونو د وېش پر سره ورته وسله واله شخړه شوې، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په كې يوه ښځه وژل شوې او لا هم جګړه پاى ته نه ده رسېدلې.

د څمكنيو ولسوالۍ اوسېدونكى ډاكټر عبدالله ګل اخلاصيار په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

( د حسن زیو او حکم زیو تر منځ په دې شخړه کې یوه ښڅه وژل شوې، نور هم امکان لري تلفات زیات شي، ځکه جګړه لا هم روانه ده.)

د شخړې ښكېلې غاړې او د منځګړېو قومونو استازي وايې، چې تر دې وخته دولت د دغې شخړې د هواري په موخه هيڅ اقدام نه دى كړى.

خو د پكتيا مرستيال والي عبدالرحمان منګل بيا وايې، چې په قومي شخړو خبر دى او زياتوي چې د اړوندو سيمو ولسوالانو او د سيمې مشرانو ته يې دنده سپارلې چې رامنځته شوې شخړې په بېړنۍ توګه ودروي او د ښكېلو غاړو تر منځ اوربند وكړي.

خو دې پوښتنې ته په ځواب كې چې حكومت ولې پر دې نه دى توانېدلى چې د دغو شخړو مخنيوى وكړي؟ په اړه يې نوموړى زياتوي:

(( د معضلو د دايمي حل لپاره په خپله همدا قومونه نه غواړي چې د محاكمو او قومونو پرېكړو ته غاړه كېږدي.)

د پكتيا د ځينو قومونو تر منځ د ځنګلونو د وېش په سر دغه رامنځته كېدونكې وسله والې شخړې او معضلې لسګونه كلونه لرغونتوب لري او په دې معضلو كې ځينې داسې هم شته چې تر دې دمه نه دي هوارې شوې.

كه څه هم ويل كېږي، چې له دې وړاندې ورته لانجې هر ځل د قومي مخورو له خوا هوارې شوې او دا ځل يې هم د هوارې لپاره د حكومت مداخلې ته اړتيا نه ليدل كېږي، خو اوس – اوس چې په سيمه كې قومي مشرانو خپل پخوانى دريځ بايللى، نظر خاوندان اړينه بولي چې نور دې افغان دولت دا وړ شخړې د محاكمو له لارې هوارې كړي او په ورته وخت كې دې ځنګلونه د دولتي ملكيت په توګه د قومونو له ملكيت او تصرف نه ازاد كړي.

تر كومه ځايه چې ليدل كېږي، د پكتيا زياته برخه طبيعي ځنګلونو پوښلې او دغه ځنګلونه بيا په سيمه اييزه كچه د قومونه تر منځ وېشل شوي چې له يوې خوا دا ځنګلونه او وېشونه يې ډېر ځله د وسله والو شخړو باعث ګرځېدلي او بل پلو د قومونو له خوا په پراخه پيمانه د سپكو او درنو وسلو كارول، په خپله افغان حكومت ته د كمزوري حاكميت پېغور وركوي.

لمر نيازى - پكتيا
XS
SM
MD
LG