د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۳

افغانستان په نړۍ کې اميندوارو ميندو لپاره تر ټولو بد هېواد


ملګری ملتونه وايي، افغانستان په نړۍ کې د مور کیدو لپاره تر ټولو بد او خطرناک ځای دی. روغتیايي کارکونکي وايي، د خلکو د پوهې د سطحې ټیټوالی او د روغتیايي کارکونکو په تیره په لرې کلیو کې د ښځینه کارکونکو کموالی د دې سبب شوی، چې ښځې د داسې ستونزو له امله ومري، چې مخه یې په اسانۍ نیول کیدای شي.

د افغان ډاکټرانو په وینا په ځانګړی توګه په ناامنیو سیمو لکه هلمند کې ښځې په خټنو کوټو کې په خپلو کورنو کې ماشوم زیږوي، میړونه یې روغتون ته نه بیايي، مګر هغه وخت یې روغتون ته رسوي چې وضعیت یې ډیر خراب شوي وي او هغه د چا خبره مرګی حال وي.

ډیرې خو یې ډیرې کم عمره وي او له سخت روغتیايي حالت سره مقابله نشي کولی.

افغان ډاکټر عبدالطیف وايي، د دوی ډېر شمېر چې کله روغتون ته راشي نو بیا یې رحم یا هغه کڅوړه چې ماشوم په کې وي، د ډېر فشار او درد له امله چاودیدلی وي او یا دا چې د دوی د وینې فشار لوړ وي او سختې پړسیدلې وي، معمولا دوی څوارلس کلنې او یا تر دې هم د کم عمر ښځې وي او د همدې ستونزو له امله مري. موږ ورته هیڅ نه شو کولی.

د ملګرو ملتونو وروستی راپور چې په تیر ډسبمر کې خپور شو دا مساله یې څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د زیږون او امیندواری په وخت کې د ډیرو ښځو ژوند له خطر سره مخامخ کیږي.

بیلابیلې نړیوالې موسسې هڅه کوي، چې د افغانستان له روغتیایي سیسټم سره مرسته وکړي او په دې برخه کې د قابلو روزل او د ښځو لپاره د زیږنتونونو جوړولو ته لومړیتوب ورکوي.

څلور میاشتی مخکې د هلمند په ګرشک کې یو زیږنتون جوړ شو، چې دوه دېرش زره پوڼده لګښت ورباندې وشو. ورته خورې ورې هڅې په بیلابیلو نور سمیو کې هم دوام لري. خو بله خوا په افغانستان کې د مسلکې روغتیايي کارکونکو د کموالی مساله په ډیر شدت سره مطرح ده.

د افغانستان د روغتیا د وزارت مسوولان وايي، د روغتیا په برخه کې به ملي ستراتیژي ښه مرسته وکړای شي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې، د روغتیایي خدماتو د کیفیت د ښه والي ملي ستراتیژۍ وړاندې کړه.

دا ستراتیژۍ په وروستیو کلونو کې د یو. اېس. اېډ یا د امریکا د متحدو ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې په مرسته د کورنیو او بهرنیو متخصصینو په مشوره په دې وروستیو کې بشپړه شوې ده.

دا په حقیقت کې لومړنۍ روغتیایي ستراتیژي ده، چې رسما تیره دو شنبه په کابل کې د کورنیو او بهرنیو روغتیایي متخصینو په غونډه کې اعلان شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، هدف دا دی، چې په افغانستان کې د دولتي او نادولتي روغتیایي خدماتو د کیفیت ښه والی تضمین او په مرکز او ولایتونو کې خلکو ته په عادلانه او متوازن ډول ورسیږي.

دوی وایي، په دې ستراتیژۍ کې عمده مساله د مور او ماشوم روغتیا ده. د افغانستان په لرې پرتو سمیو کې د روغتیایی کارکونکو کموالی او په ځینو کې سیمو کې د ښځینه کارکونکو نشتوالی د دې سبب کیږي، چې ډیرې میرمني د داسې یوې روغتیایي ستونزې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي؛ چې مخنیوی یې په یوه ساده روغتیایي خدمت ممکن وي.

خو روغتیایي مسوولان وایي، په بیلابیلو سیمو کې د قابلو روزل به له خلکو سره ډیره مرسته وکړای شي. په دې ستراتیژي کې د قابلو روزل عمده برخه ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل تیره دوشنبې وویل، د قابلو شمېر په دې وورستیو کې له څلور سوو څخه درې زرو ته ډیر شوی.

د لرې پرتو سیمو خلک تر ټولو ډیر له ستونزو سره مخامخ دي، خو د ښارنو خلک هم په ځانګړي توګه د مور او ماشوم د روغتیایي خدمتونو په برخه کې له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې روغتیايي کارکونکې په دې باور دي، چې ټولنیز پروګرامونه چې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو په اړه معلومات ورکړي او دوی د مخنیوي پر لارو چارو پوه شي ډیر اهمیت لري، په بیلابیلو لرو پرتو سیمو کې د قابلو روزل تر ټولو مهم بلل کیږي.

په هلمند کې د بریتانیا په مرسته د همداسې یو پروګرام رامنځ ته کیدو هم خلک او هم روغتیایي کارکونکې ډیر هیله مند او خوشال کړي دي.

ډاکټر محمد طاهر انډیپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي، د سیمزو روغتیایي کارکونکو روزنیزه پروژه د هیله من کیدو یوه نښه ده، چې ممکنه ده په رښتیا ښه نتیجه ورکړي. د ډاکتر طاهر په وینا دا ډیره مهمه ده.

زموږ په ټولنه کې ډیر خلک په لیک لوست نه پوهیږي. په رښتیا دوی ډیر معلومات نه لري. ډاکټر طاهر له دې خبرې سره موافق دی چې ډیر سړي په سیمه کې دې ته زړه نه ښه کوي، چې خپلې ښځې روغتیايي مرکزونو ته بوځي.

هغه وايي، دا یوه ستونزه ده خو د پخوا په شان جدي نه ده، په ښاورنو کې دا مساله حل ده، یواځې په لرې کلیو کې لا هم سړي خپلې ښځې روغتون ته نه رسوي.

ډاکتر لطیف تر ټولو ډیر پر صحي یا روغتیایي تعلیماتو ټینګار کوي او وايي، په ټولنه کې خلکو ته د روغتیا په برخه کې معلومات ورکول او د هغوی پوهول د ډیر اهمیت وړ دی.

ډاکتر لطیف زیاتوي، دوی نه غواړي، چې کلنیک ته ورشي. تعلیم تر ټولو لومړیتوب لري، ځکه دوی د روغتیايي زده کړو له لارې په خپلو ستونزو پوهیږي او په سم وخت کې بیا روغتون ته ځان رسوي.
XS
SM
MD
LG