د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړېواله اداره يونيسيف وايي، په پاكستان كې په دري شپېتو ماشومانو كې د پوليو يا ګوزڼ وايروس كشف شوی چې په دغو كې يواځې درويشت ماشومان يې د بلوچستان اوسېدونكي دي.
په پاكستان كې په هرو درېوو مياشتو كې په ښاري او كليوالو سيمو كې د پوليو يا ګوزڼ په ضد كمپاينونه ترسره كېږي، چې په ترڅ كې يې تر پينځه كلنۍ پورې ماشومانو ته له دې ناروغۍ څخه د ژغورنې څاڅكي وركول كېږي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د روغتيا د ادارې يونيسيف په خپل تازه رپوټ كې ويلي، چې په پاكستان كې سږ كال د درې شپېتو ماشومانو په بدنونو كې د پوليو وايروس كشف شوی دی، چې له هغوي څخه درويشت يې د بلوچستان ايالت دي.
د يونيسف د رپوټ له مخې د پاكستان په قبايلي سيمو كې شل ماشومان، په سيند ايالت كې څوارلس، په خيبرپښتونخوا كې شپږ او په ګلګت بلتستان ايالت كې يو ماشوم له پوليو يا ګوزڼ څخه اغېزمن پېژندل شوی، خو د پاكستان په تر ټولو ستر ايالت پنجاب كې هيڅ يو ماشوم هم له پوليو څخه اغېزمن نه دى ښوول شوى.
په بلوچستان كې د پوليو د كمپاين مسوول ډاكټر ايوب كاكړ وايي، چې سږ كال په پښين كې اووه، په كلاعبدالله خان سيمه كې اووه، په خضدار كې دوه، په نوشكي كې درې، په كوټه كې دوه او په كوهلو كې يو ماشوم له پوليو څخه اغېزمن پېژندل شوی دی.
نوموړي په ماشومانو كې د پوليو د وايروس ځينې علتونه داسې په ګوته كوي:
(كوم وخت چې ماشوم ته د پوليو دوه څاڅكي وركول شوي وي، كېداى شي هغه بيرته له خولې توكلي وي، خوا يې ګرځېدلې وي يا كېداى شي ماشوم ډېر كمزورى وي، هغه وخت د پوليو د څاڅكو په وركولو د هغه قوت مدافعت ژر عكس العمل نه ښيي، نو ځكه هغه ته بايد په هر ځل كمپاين كې ډېر څاڅكي وركړل شي.
بل دا امكان هم لري، چې ځينې ماشومان د څاڅكو د اخيستو په وخت د اسهال په ناروغۍ اخته وي او د پوليو څاڅكي ضايع شي.))
په بلوچستان كې د پاكستان د نورو ايالتونو په پرتله له پوليو يا ګوزڼ څخه د ماشومانو د اغېزمنېدو كچه ځكه لوړه ګڼل كېږي، چې د پوليو د كمپاين د كاركوونكيو په وينا د دې ايالت د مركز كوټې په ګډون په شمال لوېديځو پښتني سيمو كې ډېرى خلک خپلو اولادونو ته د پوليو په ضد د واكسين څاڅكي نه وركوي.
د پوليو د كمپاين يو بل مسوول ډاكټر سيف الله جوګيزى وايي، د كوچيانو د كډو او د افغان كډوالو افغانستان ته د تګ راتګ له امله ځينې ماشومان د پوليو له واكسينه پاتې شي ځكه نو له پوليو څخه اغېزمن شي:
(دا وار چې موږ سروې كړې ده، دلته څوارلس زره اته تنه كوچيان له سيند او له افغانستانه راغلي دي، يونيسيف د هغو خلكو شمېر مالوم كړى چې خپلو اولادونو ته د پوليو په ضد څاڅكي نه وركوي، دوي هلته مرستندويه كاركوونكي ګومارلي دي، هغوي به ورځي د دغو ماشومانو كورنۍ به قانع كوي او ماشومانو ته به څاڅكي وركوي.)
د يونيسيف د رپوټ له مخې په ټول پاكستان كې شپاړلس زره ماشومان دي چې مور و پلار يې هغوي ته له پوليو څخه د ژغورلو څاڅكي نه وركوي.
دا چې په بلوچستان كې د روغتيا وزارت په خلكو كې د پوليو د ځينو ديني عالمانو له خولې د پوليو په ضد د تبليغاتو د له منځه وړلو او د عامه پوهاوی په اړه څه كړي، د بلوچستان د روغتيا وزير عين الله شمس په دې اړه وايي:
(د پاكستان د هيڅ يوې غټې ديني مدرسې كوم ديني عالم د پوليو په ضد فتوا نه ده وركړې، هسې ځينو د كوڅې خلكو- چې هيڅ په بايو كمېسټري نه پوهېږي چې دا د درمل څنګه جوړېږي.
كه د دې په ضد فتوا وركړې وي او د هغوي په وينا خلک خپلو اولادونو ته د پوليو په ضد څاڅكي نه وركوي، نو موږ هغوي ته وايو چې د لاهور جامعه اشرفيه، د كراچۍ دارالعلوم، نيو ټاون كراچۍ او د اكوړه خټک هيڅ يوې غټې مدرسې د پوليو په ضد فتوا نه ده وركړې.
زه له خلكو دا يوه غوښتنه كوم چې هغوي دې پر خپلو اولادونو رحم وكړي او هغوي ته د پوليو د څاڅكو د وركولو مخنيوى دي نه كوي.)
يونيسيف وايي، په پاكستان كې به د پوليو په ضد راتلونكى كمپاين د اګست له نولسمې تر يوويشتمې نېټې پورې وي چي دا ځل به له پوليو څخه اغېزمنو سيمو ته په كې ځانګړې پاملرنه وكړي.
باركوال مياخېل- كوټه