د سوریې مخالف فعالان وایي، په جمهور رییس بشار الاسد باندي نړیوال فشارونه زیات شوې چې د مخالفانو ټکول بند کړې خو د سوریې پوځ د حکومت د مخالفانو پر ضد تهاجمې حملې زیاتې کړیدې.
د سوریې د بشري حقونو څارونکي وایي، عسکرو د ترکیې پولې ته نږدي په دوو ښارګوټو، تفتناز او ثرمین حملې کړیدي.
د بشری حقونو دا ډله چی مرکز یي به لندن کی دی وایي، په ختیځ ښار دیرالزور چی له تېرو څلورو ورځو راهیسي د حکومتي ځواکونو تر حملو لاندي دی، د درندو وسلو ډزې اوریدل شویدي.
د بشری حقونو فعالان وایي، د تېر مارچ میاشتې راهیسي چی د بشار الاسد پر ضد مظاهرې پیل شوې، تر اوسه له ۱۷۰۰ څخه زیات کسان وژل شویدي.
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان پر جمهور رییس بشار الاسد غږ وکړ چې د پنځلسو ورځو په دننه کی دي بدلونونه رامنځته کړي.
جمهور رییس بشار الاسد د سه شنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو ته چې سوریې ته تللی و، وویل، حکومت به په نه ستړی کیدونکي ډول د تروریستي ډلو پر ضد جګړه وکړې.
د سوریې حکومت وایي، دغو ډلو روانې شخړې رامنځ ته کړیدي.
ټاکل شوې چی د هند، برازیل او جنوبې افریقا استازي نن دمشق ته لاړ شي او د سوریې له رژیم څخه وغواړي چې د مخالفانو ټکول بند کړي.