ایرو ایشیا ویوو ورځپاڼه لیکي، د نفوسو د شمیر چټک زیاتیدلو د کابل په چارواکو کې اندېښنې پیدا کړي ځکه دا موضوع کیدلی شي، په راتلونکیو لسیزو کې د بې ثباتۍ مهمه سرچینه شي.
ورځپاڼه لیکي، په دودیزه توګه افغانان د لویو کورنیو له جوړولو په ځانګړي توګه د زامنو له لرلو سره ډیره لیوالیتا لري. که څه هم ښارونو کې د یو شمیر خلکو مېشتیدنې دا علاقمندي یو څه کمه کړې، خو د لویې کورنۍ د لرلو په اړه ذهنیتونه لاهم په خپل حال دي.
د ایرو اېشیا ویوو ورځپاڼه لیکي، هره افغانه میرمن په متوسطه توګه نږدې اوه ماشومان زیږوي، چې په دې اساس افغانستان په اسیا کې د زیږیدونو تر ټولو لوړه شمیره لري.
د ملګرو ملتونو د نفوسو د ادارې سلاکار ډاکتر نصرت رسا وايي، د شوروي په وړاندې د جګړې را وروسته په څو لسیزو کې افغانان ته دې وهڅیدل چې لویې کورنۍ ولري.
ډاکتر رسا وايي، خلکو ویره لرله چې اولادونه یې جګړو کې وژل کېږي، نو د ډاډ په خاطر یې زیات ماشومان زیږول، چې یو شمیر یې ژوندي پاتې شي.
همدا مساله په افغانستان کې د مړینو په اړه هم سمه ده، ځکه میندو ته د کافي خوړو نشتوالي او د روغتیايي اسانتیاوو کموالی د دې سبب شوی، چې د میندو او نویو زیږیدلو ماشومامو د مړینې شمیر هم په دې هیواد کې د نړۍ له نورو هیوادونو زیات شي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په افغانستان کې په هرو زرو هغو ماشومانو کې چې عمرونه یې له پنځه کلنۍ کم دي، یوسلو یو شپیته یې مري او دا په نړۍ کې د د ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه شمیره ده.
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت مرستیالې نادره حیات برهاني د ایرو ایشیا ورځپاڼې ته ویلي، خلک غواړي لويې کورنۍ ولري، ځکه په افغانستان کې نه روغتیايي بیمه شته او نه د ژوند بیمه، هغوی غواړي، د راتلونکې لپاره یو ډاډ او تکیه ولري او داسې یو څوک وي، چې د زړښت پر مهال د مور پلار پالنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د نفوسو د ادارې د وړاندوینې له مخې که په افغانستان کې د ماشومانو زیږون په همدې چټکي روان وي، نو د دې هیواد د وګړو شمیر به چې دا مهال دیرش میلونه اټکل کېږي، په ۲۰۲۵ م کال کې اوه څلوېښت میلونو ته ورسیږي او په دوه زره پنځوسم م کال کې به د افغانستان د وګړو شمیر شپږ اویا میلونه شي.
ورځپاڼه وايي په داسې حال کې به دا ستونزمنه وي، چې د دې هیواد رغونه، وداني او اقتصادي وده د وګړو د شمیر د زیاتیدو سره برابره کړی شي.
ایروایشیا ویو ورځپاڼه د خپلې لیکنې په پای کې د نادره حیات له خولې وايي، د اقتصادي سطحې ټیټوالي ته په پام دا ستونزمنه ده، چې د دې زیاتیدونکي نفوسو لپاره د پوهنې روغتیا او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړی شي.
ورځپاڼه وايي، په داسې حال کې چې جګړه زپلی افغانستان همدا اوس د بیکارۍ له لوړې سطحې او د ژوند د ګڼو اساسي خدماتو له نشتوالي سره مخ دی، چارواکي باید دې مسالې ته پام وکړي او یو پلان ورته جوړ کړي.