د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۳

ولسمشر کرزي د ٣١ امريکايانو پر وژنې خواشيني څرګنده کړه


د مارچ په ٢٣ مه هم په وردګ کې د ناټو يوې څرخي الوتکې سقوط کړى و
د مارچ په ٢٣ مه هم په وردګ کې د ناټو يوې څرخي الوتکې سقوط کړى و
ولسمشر حامد کرزي په ميدان وردګ ولايت کې د ناټو ځواکونو د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د ٣١ امريکايي سرتېرو پر وژنې خواشيني څرګنده کړه.

دغه الوتکه تېره شپه نسکوره شوې ده، ناټو يې هم خبر تاييد کړى دى، خو ويلي يې دي په دې باب يې څېړنې روانې دي او د تلفاتو په باب يې څه نه وو ويلي.

د دې پېښې په باب د وردګ له والي حليم فدايي سره احمد تکل خبرې کړي. دا لنډه مرکه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ


ويل شوي چې وژل شوي امريکايان، د ځانګړو ځواکونو (سپېشل فورس) غړي وو. دا پېښه د بهرنيو ځواکونو لپاره په دې کال کې تر ټولو خونړۍ ګڼل کېږي.

په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې تر ٣٤٠ زيات بهرني عسکر، چې ډېرى يې امريکايان دي وژل شوي دي.

د پېښې مسووليت وسلوالو طالبانو منلى دى.

ولسمشر کرزي پر دې پېښه خواشيني څرګنده کړې، د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د وژل شويو کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي، چې په دې پېښه کې ٧ افغان سرتېري هم وژل شوي دي.

لومړنى خبر:

د میدان وردګو چارواکي وایي، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د بهرنیو ځواکونو یوه الوتکه رالوېدلې ده.

د دې ولایت د والي ویاند شاهد الله شاهد وايي، دغه پوځي عملیات تیره شپه د سید اباد ولسوالۍ په تنګي سیمه کې شوي او تر دغو عملیاتو وروسته، چي کله د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتره پورته کېده سقوط یې کړی، چې بهرنیو ځواکونو ته په کې زیان رسېدلی.

ښاغلی شاهد وايي، دا لا نه ده معلومه، چې دغه الوتکه ویشتل شوی او که د تخنیکي ستونزې له امله را لوېدلې ده.

د وسله والو طالبانو یو ویاند ذبیح الله د خپلو ۸ ملګرو وژل منلي، خو ادعا یې کړې، چې الوتکه دوی ویشتلي او ۳۸ بهرني سرتیري یې په کې وژلي.

نړیوالو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG