دا مساله امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ جورنال څیړلې ده. د دې مقالې په پيل کې لولو، د لیبیا د ختیځ په غرونو کې د یاغي ځواکونو په لمړۍ کرښه کې وسله وال د ماښام خوا ته په روژه ماتي کې راغونډیږي، تودې شودې او وچه خورما ورته ایښې وي.
وال ستریټ جورنال ورځپاڼه لیکي چې له دې سره اوومه پيړۍ چا ته وریادیږي، چې د اسلام پیغمبر به د روژې په سپیڅلې میاشت کې جهاد کاوه.
خو د لیبیا یاغي ځواکونو روژه په داسې وخت کې پیل کړه، چې د دوی یو مشر ووژل شو.
د یاغیانو د پوځي مشر عبدالفتاح یونس وژلو دا پوښتنه پیدا کړه، چې دغه ځواکونه به د معمر القذافي پر ضد په خپله مبارزه کې یو موټي پاتې شي که څرنګه؟
دا پوښتنه هم د عبدالفتاح یونس له وژلو سره راپیدا شوې ده، چې د دې ترڅنګ چې یاغیانو د لیبیا په ختیځ کې خپل ځواکونه پیاوړي کړي او له لویدیځ سره یې هم ډیپلوماټیکي اړیکې ټینګې شوې دي، د قدافي له ماتې وروسته به څوک د لیبیا مشري کوي؟
په عربي نړۍ کې بل لور ته روژه په داسې وخت کې رارسیدلې ده، چې د حکومت ضد مظاهره کوونکو په منځ کې یو ډول شک پیدا شوی دی، ځیني شمیر وایي، چې له روژې داسې ګټه واخلي، چې نور خلک ورجذب کړي.
په یمن کې ډیپلوماټان وایي، چې په روژه کې به څه بدلون رانه شي، ځکه چې خلک د لنډې مودې په مخه کار کوي.
په سوریې کې بیا حکومت ضد فعالان په دې باور دي، چې باید په روژې کې هڅې زیاتې کړي، دوی د روژې په اوله ورځ د ماښام له لمانځه وروسته لارو کوڅو ته ورووتل. خو حکومت خپلو ځپلو ته دوام ورکړ او د روژې پیل په دغه هیواد کې یو خونړی پیل و.
په بحرین کې چې سني پاچا پر اکثریت شیعه و پاچاهي کوي. حکومت په روژې کې هڅه پیل کړه، چې حساسیتونه هوار کړي.
د حکومت د مخالفو مظاهره کوونکو او مخالفو سیاستوالو محاکمه له روژې وروسته وځنډول شوه او پاچا د ملکي چارو د معاشونو د زیاتیدو اعلان وکړ.
د وال سټریټ جورنال ورځپاڼې په وینا د دې لپاره چې په روژې کې مسلمانان د شپې لږ خوب کوي او د ورځې بیا لږ کار کوي نو دا ویره شته، چې په لیبیا کې د معمر القذافي ځواکونه د یاغیانو د پرمختګ مخه ونیسي او هغوی په روژې کې وځپي.
البته د پنجشنبې په ورځ د یاغیانو د مشر عبدالفتاح یونس وژل هم د یاغیانو پر پرمختګ ناوړه اغیز شیندي. په لیبیا کې د روژې له پیلیدو سره هم جګړې تر ډيره غلې شوې.