د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۱

پرون د سوريې په حما ښار کې خونړۍ ورځ وه


حما ښار
حما ښار
د سوریې ځواکونو پرون پر حما ښار یرغل وکړ، چې د سوریې د بشري حقونو یوه مدافع دا د مارچ د میاشتې راهیسې چې د بشارالاسد د رژیم پرضد مظاهرې پیل شوي، یوه تر ټولو خونړۍ ورځ بللې ده.

د راپورونو له مخې پرون وروسته له هغې چی سهار وختي د سوریې پوځونه د ډموکراسۍ پلوو د ځپلو په مقصد دې ښار ته ننوتل، یو شمېر وسله وال مخالفین له هغوي سره په جګړه کې ښکیل شول.

راپورونه وایي، پوځ هڅه کوله هغه موانع لیرې کړي، چې وسله والو مخالفانو حما ته د ننوتو په لاره کې ایښي و.

په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څارونکې ډلې مشر رامي عبدالرحمن وویل، دا په سوریه کې یوه تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

د هغه څارونکې ډلې ادعا کړې، چې پرون په سوریه کې لږ تر لږه ۱۳۶ کسان وژل شوي، چې زیاتره دغه تلفات په حما کې رامنځ ته شوي دي.

پر دغو شخړو نړېوالو هم سخت عکس العمل ښکاره کړی او په ګاونډي ترکیې یې ډیر مظاهره کونکي دې ته ولمسول چې په استانبول کې مظاهره وکړي.

مظاهره چیانو له قدرته د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د لیرې کیدو غوښتنه وکړه، د بریتانیا، فرانسې جرمني او ایتالیا دولتونوهم پرونی تاوتریخوالی وغانده.

په دمشق کې د امریکا د سفارت مطبوعاتي اتشې جي هارډر د حما ښار پرونۍ محاصره وغندله او ویې ویل، چې دا د ورخطایي اقدام دی.

هغه وویل، چارواکي ګومان کوي چې دوي کولای شي چې د خپلو هېوادوالو پر ضد د بشپړې جګړې په پرمخ بیولو سره خپله بقا وساتي.
XS
SM
MD
LG