د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۴

مولن:د حقاني شبکه له ډيرو ستونزو سره مخ ده


د امریکا د پوځ لوی درستیز وایي، د حقاني شبکه په افغانستان کې د عملیاتو په ترسره کولو کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ شوې، خو خبرداری یې ورکړ، چې په پاکستان کې د دغې شبکې خوندي ځای تر اوسه په افغانستان کې پوځي هڅو ته یو ګواښ دی.

امیرالبحر مایک مولن افغانستان د سفر په ترڅ کې پرون د دې هېواد ختیځ ته ولاړ چیر ېی چې د حقاني شبکې وسله وال پر امریکایي ځواکونو حملې کوي.

مولن کابل ته له ستنیدو وروسته په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په ختیځو سیمو کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د عملیاتو یو عمده هدف دا و، چې د حقاني شبکې وسله وال په اسانۍ سره په دې ونه توانیږي چې افغانستان ته واوړي لکه پخوا به یې چې دا کار په ډیرې اسانۍ ترسره کاوه، له پاکستانه به مستقیما خوست ته اوښتل او له هغه ځایه به یې کابل ته ځان رساوه.

د امریکا د پوځ لوی درستیز، چې پخوا یې د پاکستان د استخباراتو اداره ای اس ای په دې تورنه کړې وه چې له دغې شبکې سره اړیکې پالي، یوځل بیا په دې ټینګار وکړ چې پاکستان تر اوسه د تروریستي ډلو خوندي ځای دي:

(پاکستان تر اوسه د ډيرو تروریستانو پناه ځای دی، د القاعده مشر تابه په پاکستان دي، نورې تروریستيی ډلې لکه لشکرطیبه د حقاني شبکه په دې هېواد امن ځای لري او همدا شان نورهغه وسله وال چې مرکز یې په کوټه کې دی او افغانستان ته د جګړې لپاره په دې خاطر ځي چې د دې هېواد حکومت رانسکور کړي.)

مولن زیاته کړه، همدا علت دی چې موږ له پاکستان سره ګډ کارته دوام ورکوو ترڅو د دې هېواد پر چارواکو فشارونه زیات کړو چې د تروریستانو د مرکزونو په له منځه وړلو کې جدي اقدام وکړي.
XS
SM
MD
LG