د امریکا د مشترکو ځواکونو لوی درستیز وايي، طالبان به ښايي د روژې په مبارکه میاشت کې د هغو سیمو د بیرته نیولو هڅه وکړي چې په دې وروستیو کې يې له لاسه ورکړي دي.
امیر البحر مایک مولن هغو خبریالانو ته چې له نوموړي سره په دې وروستیو کې افغانستان ته تللي وو، ویلي چې په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونوعمومي قومندان به د راتلونکي اکتوبر میاشت تر نیمايي پورې د امریکايي ځواکونو د ابتدايي وتلو پلان وړاندې کړي.
خو د هغه په وینا د دې پلان یوه برخه به دې پورې مربوطه وي، چې ایا د افغان دولت د وسله والو مخالفانو د حملو وروستنۍ لړۍ به دوام وکړي او کنه؟
مایک مولن ویلي، په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال الین د دې لپاره چې جنګي وضیعت، د افغان ځواکونو د روزنې بهیر او نورو ضروري اقدامات وڅیړي، وخت ته اړتیا لري.
د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز وايي، قومندانانو ورته په پوځي برخه کې د یو څه پرمختګ خبره کړې ده، خو دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د هلمند مرکز لښکر ګاه یوې ځان وژونکې حملې ولړزاوه او د افغانستان جنوبي سیمې د تاوتریخوالي شاهدې دي.
له افغانستان څخه د امریکاي ځواکونو د ابتدايي ویستلو په پلان کې له دغه هېواد څخه د روان کال تر پایه پورې د لس زرو عسکرو ویستل شامل دي.
دغه راز د ولسمشر باراک اوباما له پریکړې سره سم د ۲۰۱۲ کال تر پایه پورې ۲۳ زره امریکايي سرتیري له افغانستان څخه وویستل شي.
مایک مولن ویلي، له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو د ویستلو لپاره اساسي شرط د افغان ځواکونو روزنه ده.
د نوموړي په وینا امریکايي قومندانان به د افغان ځواکونو د روزنې بهیر چټک او پراخ کړي خو دا نه ده څرګنده چې دا بهیر به په راتلونکو څو میاشتو کې په څه ډول پر مخ لاړ شي.
په يوه بل خبر کې:
د امريکې د ټولو قواوو لوى درستيز ميک مولن نن غرمه لغمان ته سفر وکړ او د لغمان والي او دزون دايتلافي قواو قوماندانانو سره دکتنې پر مهال په لغمان کې امنيتي ننګونې او پر مختګونه يي و ارزول.
لغمان والي محمد اقبال عزيزي ازادي راديو ته وويل ، دا افغان امنيتي ځواکونو ته د مهتر لام ښار مسوليتونو سپارلو نه وروسته تر ټولو لوړپوړى امريکايي چارواکى دى چې لغمان ته سفر کوي.
ده وويل ميک مولن له ده سره د امنيتي ننګونو او پرمختګونو په باب خپرې وکړې او د راتلونکې لپاره پر هغه پلان او سيمو امنيتي حلاتو هم بحث وشوچې په پام کې ده په راتلونکي کې يې مسوليتونه افغان حکومت ته وسپارل شي .
ده د هغو سيمو نومونه ياد نه کړل چې په راتلونکې کې به امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل شي ،خو وي ويل ددوي په خبرو کې دا مهمه برخه وه.