د امریکا پوځ اعلان کړی، چې د پوځ یوه غایب مسلمان سرتېري چې په فورټ هوډ کې یې د هوټل په خونه کې د بمونو د جوړولو مواد موندل شوی دا منلې چې د ټکزاس په پوځي اډه کې یې د یوې حملې پلان درلود.
دا خبرداری وروسته له هغه خپرېږي چې د امریکا د تحقیقاتو فډرال ادارې FBI نن وویل، دا سرتېری یې نیولی او په فورټ هوډ کې د ده د هوټل په خونه کې یې د بمونو د جوړولو مواد وموندل.
فورټ هوډ د ټکزاس هغه پوځي سیمه ده چې په ۲۰۰۹ کال کې دیارلس کسان د یوه پوځي ارواپوه له خوا په ډزو په کې ووژل شول.
د FBI څارنوالان وايي چې پولیسو د چهارشنبې په ورځ یوویشت کلن ناصرعبدو په کیلین ښارګوټي کې وروسته له هغه ونیو چې د سیمې د اوسېدونکو له خوا اطلاع ورکړل شوه.
څارنوالان وايي، پولیسو د نوموړي د هوټل له خونې څخه وسله او د باروتو په ګډون داسې مواد وموندل چې د بمونو په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېدای شي.
عبدو د جولای میاشتې له پیل څخه له رخصت اخیستو پرته له دندې غایب و.