د ناټو سوله ساتو ځواکونو پرون د کاسوو په شمال کې له سربیا سره د دوو سرحدي لارو اداره په داسې حال کې په لاس کې واخیسته، چې په دې سیمه کې کړکېچ په زیاتېدو شو.
په کاسوو کې د ناټو په مشرۍ سوله ساتي ځواک وویل، په یارېنيي Jarinji او بېرنیاک Bernjak کې اوس له سرحده د اوښتو سیمې د پوځي سیمو په توګه تړل شوي.
ناټو ویلي چې امریکايي او فرانسوي سوله ساتو ته امر شوی چې که برید پرې وشي نو د ځان د دفاع لپاره دې ډزې وکړي.
دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغه کېږي، چې د کاسوو د پولیسو له خوا د سرحدي تاڼو د نیولو لپاره د دوشنبې ورځې د ځانګړو عملیاتو د پیل په ځواب کې د سیمې سرب اوسېدونکو پر یوه سرحدي دروازه برید وکړ او هغه یې ورانه کړه.
کاسوو د سرحدي تاڼو د نیولو لپاره ځکه عملیات پیل کړل، چې غوښتل یې د سربیا له لوري د کاسوو پر تجارتي مالونو د بندیز په ځواب کې د ورته اقدام لپاره پر سرحد خپل کنټرول ټینګ کړي،د دې عملیاتو په نتيجه کې د کاسوو یو سرتېری ووژل شو.
په پلازمېنه پرستینا کې پارلمان پرون هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې د کاسوو دولتي ادارو ته د دې هېواد پر ټول قلمرو د بشپړې ادارې د ټینګولو حق ورکوي.
پرېکړه لیک همدا راز په ټولو ګمرکي پوستو کې د سربیا په وړاندې د هر ډول متقابل اقدام ملاتړ کوي او پر نړېواله ټولنه غږ کوي چې د کاسوو د ځمکنۍ بشپړتيا له ساتنې سره مرسته وکړي.
د ګاونډي هېواد البانیا صدراعظم سالي بریشا وروستی تشدد وغانده، ویې ویل چې په بلګراد کې د افراطي ملتپالو کړۍ د دې تاوتریخوالي ملاتړ او مالي مرسته کوي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې کړکېچ په اړه د بېړنۍ غونډې لپاره د سربیا غوښتنه منلې ده، خو په پام کې ده چې دا غونډه د تړلو دروازو شاته جوړه شي.