د افغانستان ددفاع وزارت غواړي، چې د هیواد د دفاعي اړتیاو په پام کې ساتلو سره د ملي اردو د سرتیرو په شمېر کې د زیاتوالي ترڅنګ دوی ته د لیک لوست د زده کولو لپاره هم پراخې هڅې پیل کړي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، چې چهار شنبې په ورځ یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې دوی د ملي اردو د سرتیرو د لوستي کولو لپاره له زرو زیات کورسونه جوړ کړي.
د ده په وینا دوی غواړي، چې په روان لمریز کې د ملي اردو له یو لکو زیات سرتیري له لیک لوست سره اشنا کړي.
″ملي اردو پریکړه کړې، چې د ۱۳۹۰ لمریز کال تر پایه پورې د ملي اردو یو لک سرتیري او برید منان لوستې کړي. کله، چې یو څوک ملي اردو ته راځي او دې بې سواده وي، نو چې په پوځ کې خپلې دندې ته دوام ورکوي او یا ترې بیرته ځي نو باید بې سواده نه وي.
اوس مهال زموږ په ټولو قطعاتو او ګارنیزیونونو کې پنځلس سووه کورسونه فعاله دي، چې اووه نیم سووه استادان پکې د لیک لوست زده کړې ورکوي.″
د دفاع وزارت له خوا دا اقدام وروسته له هغې کیږي، چې د افغان ځواکونو بهرنیو روزونکو د ملي اردو په لیکو کې د نا لوستۍ لوړه کچه د سرتیرو د روزنې د بهیر په وړاندې یوه اساسي ننګونه وبلله.
د اوس لپاره له نړیوالې ټولنې سره د شوي تړون له مخې د افغانستان لپاره کابو دوه لکه کسیزه اردو په پام کې نیول شوی، چې ددغه ځواک د بشپړولو لپاره اویا زرو نورو سرتیرو ته اړتیا ده.
خو د دفاع وزارت ویاند وویل، چې دوی غواړي د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه پورې له نړیوالې ټولنې سره د ځان لپاره د یو دوه لکه څلویښت زره کسیزه اردو موافقه وکړي.
″زموږ تمه ده، چې د انتقال د بهیر تر بشپړیدو پورې زموږ د اردو شمیر دوه لکه او څلویښتو زرو ته ورسیږي. که چیرې موږ اوس مهال د یو لک او اویاو زره کسیزه ځواک محاسبه وکړو، نو موږ اوس هم شاوخوا اویا زرو سرتیرو ته اړتیا لرو.
د دغه ځواک په بشپړیدو سره ځینې نورې سیمې هم زموږ تر امنیتي پوښښ لاندې راځي. نوې قول اردو ګانې به جوړې شي او هغو ولایتونو ته، چې په کې سرتیري نه لرو خپل ځواکونه به واستوو.″
د ملي اردو د سرتیرو د لوستې کولو او پیاوړې کولو دا هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې اوس اوس د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د ملي اردو په سرتیرو او منسوبینو سخت انتقاد وکړ، چې له ټاکلو اصولو سرغړونه کوي.
همداراز ویل کیږي، چې د ملي اردو منسوبین او سرتیري له شتو امکاناتو او وسایلو شخصي ګټه پورته کوي.
راپور: حمید مهمند