د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، سره له دې، چې د نافذ شوي قانون له مخې، د حکومت ټولو ارګانونو له معلولینو سره مرستې کړې خو کافی نه دي.
دا څرګندونې د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنه افضلي د چهارشنبې په ورځ د حکومت د ټولو وزارتونو له استازیو څخه په جوړې یوې غونډه کې وکړې.
امنه افضلي وویل، د هیواد د معلولینو د حقونو خوندیتوب او دوی ته په ټولنه کې د سوکاله ژوند او کاري اسانتیاوو د برابرولو لپاره د حکومت د ټولو ارګانونو ترمنځ هم اهنګي کمزوري ده. دې وویل:
″په افغانستان کې د ټولنې دوه اعشاریه اوه فیصده خلک معلول دي، له دوی سره مرستې د یوه ارګان کار نه دی، باید ټول ارګانونه په ګډه سره کار وکړي، په دې برخه کې تراوسه داسې غیرمنظم او خواره فعالیتونه شوي، چې د معلولینو ستونزې نه اواروي، هدف دا دی چې د ارګانونو ترمنځ هم اهنګي زیاته شي.″
د راجسټر شویو معلولینو شمېر ۸۰ زرو ته رسېدلی:
د دې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په هېواد کې د راجسترشویو معلولینو شمېر څه باندې اتیازرو ته رسیږي، چې یاپه جنګونو، یاپیښو او یاپه طبیعي ډول معلول شوي دي.
خوخلک وایي، په هېواد کې ډېر داسې معلولین شته، چې د دولت له نظره لیرې او شمېر یې د راجسټر شویو په نسبت څو برابره زیات دي.
سره له دې، چې د حکومت مربوطو ارګانونو له دوی سره د مرستو یولړ پروګرامونه پیل کړي، خو معلولین وایي، دا پروګرام د دوی ستونزې نه شي اوارولی. یومعلول وایي:
″یومعلول لاس ونه لري، پښې ونه لري، هغه به څه کاروکړي، کوم معاش چې د کال لپاره راکول کېږي، د یوې میاشتې ګوزاره پرې هم نه کېږي.″
په غونډه کې د حکومت د ټولو ارګانونو استازیو ژمنې وکړې، چې په دې برخه کې به له قانون سره سم د دوی مرستې زیاتې کړي.
د معلولینو په قانون کې د دولت یوشمېر وزارتونه مکلف شوي، چې هریو په خپله برخه کې د معلولینو حقونو، زده کړې، روغتیا، کار او داسې نورو برخو ته پوره پاملرنه وکړي.
د وزارتونو استازیو دا هم وویل، چې دوی به د معلولینو لپاره د مالیې له وزارت څخه ځانګړې بودجه وغواړي او د دوی په پراختیا پروګرامونو به ځای ورکړي.
د دې هېواد طبیعي معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته اوسمهال هره میاشت یوزرو پنځه سوه افغانۍ ورکول کېږي. خو معلولین وایي، د موادو د نرخونو د لوړوالي له امله دوی ته کافي نه دي.
راپور: خان محمد سیند