یوې ځان وژونکې حملې د کندهار ښاروال په ګډون درو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د کندهار والي ډاکټر توریالی ویسا په یوې خبرې ناسته کې وویل، چې پیښه نن سهار لس بجې هغه مهال وشوه، کله چې د کندهار ښاروال غلام حیدر حمیدي په دفتر کې دننه له خلکو سره غونډه درلوده.
د والي په خبره ځان وژونکي په لنګوټه (بګړۍ) کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای کړی وو او د ښاروال په دفتر کې دننه یې چاودنه کړې.
والي وویل، چې په پیښه کې کندهار ښار وال د یوه بل ملکي وکړي په ګډون وژل شوی او یو ملکی وګړی ټپي دی.
ښاغلي ویسا د کندهار ښاروال د یوه قوي خدمتګار په توګه یاد کړ او د ده وژنه یې د خلکو او دولت لپاره یوه لویه ضایعه وبلله.
″د افغانستان د خلکو او سولې دښمنانو يو ځل بيا وښودله چې دوى د ټولو هغو کسانو پر وړاندې چې د خلکو او سولې لپاره کار کوي، مبارزه کوي او د خپلو پرديو بادارانو د زړه خوشحالولو لپاره ان مخور او رښتيني خدمتګاران هم د خپلو ناځوانمردانه بريدونو ښکار ګرځوي.″
د پېښې مسوولیت د دولت وسلوالو مخالفینو په غاړه اخستی.
غلام حیدر حمیدي د تیرو درو کلونو راپه دېخوا د کندهار ښاروال په توګه دنده لرله.
پر نوموړي دوه ځله مخکې هم چاودنې شوې وې، خو ده ته په کښې زیان نه وو رسیدلې.
دا پیښه په داسې حال کې شوې، چې څو ورځې مخکې د کندهار د ولایتي شورا ریس احمد ولي کرزی د خپل یوه ساتونکي له خوا ووژل شو او تر دې دوې ورځې وروسته د احمد ولی کرزي د فاتحې په مراسمو کې ځان وژونکې حمله وشوه، چې د علماوو د شورا د ریس په ګډون یې اتلس کسان مړه او ټپیان کړل.
راپور: محمد صادق رښتینی - کندهار