د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۷

عثماني:د فساد پر ضد روانه مبارزه ښه څارو


محمد یاسین عثماني
محمد یاسین عثماني
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزیابۍ خپلواکه کمېټه هڅه کوي، تر څو په دې هېواد کې د فساد پر ضد روانه مبارزه ښه وڅاري او په دې برخه کې له مدني ټولنو سره هم سلا مشوره وکړي.

د میک یا د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ارزبابۍ او څارنې د خپلواکې کمېټې غړي محمد یاسین عثماني د سې شنبې په ورځ په دې اړه په جوړ شوي بحث کې وویل، چې د اداري فساد له منځه وړل د دولت او خلکو تر منځ باور زیاتوي او دا مبارزه په جدي توګه پرمخ وړل کیږي.

د ښاغلي عثماني په خبره دا کمېټه به په هره دولتي اوغیر حکومتي اداره کې د اداري فساد پر ضد فعالیتونه په ټینګه څاري او په دې برخه کې د کومې ستونزې د موجودیت په صورت کې لازم اقدام کوي:

"د دې کمېټې دنده د اداري فساد پر ضد د هغو اقداماتو څارل دي، چې په دولتي ادارو او نړېوالو موسسو کې ترسره کیږي.

د دې مبارزې په برخه کې ځیني معیارونه هم دا کمېټه طرح کوي او د عملي کیدو لپاره یي یوه ټاکلي نېټه هم دغو ادارو ته ټاکي."

ده څرګنده کړه، چې دا مهال په دولتي ادارو او په هغو بهرنیو موسسو کې چې په دې هېواد کې فعالیت لري ډیر فساد موجود دی او د مخنیوي لپاره یې د ولسمشر کرزي له حکم سره سم هلې ځلې چټکې کیږي.

په عین حال کې د مدنې ټولنو یو شمېر استازو هم په دې بحث کې د اداري فساد د مخنیوي لپاره خپلې طرحې او نظرونه وړاندې کړل او ویي ویل چې اداري فساد په دې هېواد کې د ټولو ستونزو یوه اساسي ریښه ده.

په افغانستان کې د شفافیت د څارنې په نوم د یوې مدنې ټولنې رییس یما ترابي هم همدې مسالې ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې د دولتي ادارو تر څنګ باید په نړېوالو مرستو کې هم د موجوده اداري فساد مخه ونیول شي:

"زما غوښتنه دا ده، چې له مدنې ټولنو سره د سلا مشورې کومه پروسه چې پیل شوې په منظم ډول دوام وکړي.

بله غوښتنه مې دا ده، چې ځیني قوانین اصلاح اولا ښه شي، شفافیت را منځ ته او د دولتي کار کوونکو د پوهې سطح لوړه شي".

میک یا په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزیابۍ کمېټه نږدې درې میاشتې مخکې د ولسمشر کرزي په فرمان جوړه شوه چې درې افغانان او درې بهرنیان یې غړي دي.

دا کمېټه دنده لري چې په دې هېواد کې په دولتي ادارو او بهرنیو موسسو کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه ارزیابي او په هرو شپږو میاشتو کې ولسمشر او ملي شورا ته په اړه یې راپور وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG