د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۶

شوې مرستې به د افغان دولت د بودیجې له لارې لګول کیږي


د نړېوال بانک او ایټالیا دا مرستې به له شوي تړون سره سم د افغان دولت د بودیجې له لارې ولګولای شي.

دا مرستې په افغانستان کې د پوهنې ودې او د کلیوالي لارو بیارغونې ته ځانګړې شوي، چې په راتلونکو دریو کلونو کې به ولګولای شي.

د مالیی وزیر ډاکټرعمر زاخیلوال د یکشنبې په ورځ له ایټالیا او نړېوال بانک سره د دې مرستو د تړونونو د لاسلیکولو په مهال وویل، چې دا وړیا مرستې دي.

د نړېوال بانک په دې پنځوس میلیونه ډالره مرسته به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوه سوه یو شپیته ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شي، له دوه زرو څلور سوو زیاتو ښوونځيو ته به درسي مواد برابر شي، د سلګونه ښوونکو لپاره به لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه پیل شي او د هېواد په نا امنه سیمو کې به د نجونو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړي.

د دې تړون د لاس لیک په مهال په افغانستان کې د نړېوال بانک ريئسې میرمن جوزیفین له افغان دولت څخه وغوښتل، چې په دې تازه مرسته کې باید د نجونو د روزنې لپاره ډیره زمینه برابره کړي.

تمه ده، چې د ایټالیا مرسته د هېواد په لویدیځ کې د پنځه څلویښت کیلومتره سړکونو په جوړولو ولګولای شي.

په کابل کې د ایټالیا سفیر کلودیو، چې له مالیي وزیر سره یي د دې مرستې تړون لاسلیک کړ وویل:

(دا تل زموږ تګ لاره ده او هم د کابل کنفرانس له مخې چې ویل شوي وو، د افغان دولت د بودیجې له لارې باید مرستې ولګول شي، نو موږ هم دغه لاره تعقیبه وو.

موږ په دې باور یو، چې که پیسې نیغ په نیغه د دولت د بودیجې څخه ولګول شي، نو ورسره به د افغان دولت وړتیاوې لوړې شي.

نننۍ مرسته د ۱۴ میلیون یورو په اندازه په کلیو کې د کلیوالي خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ځانګړې شوی دی.)

نړېوال بانک له افغانستان سره د دوه اعشاریه درې میلیارد ډالرو د مرستې ژمنه کړې، چې له تیرولسو کلونو راهیسي یي، یو اعشاریه اوه میلیارډه ډالره لګولي دي.

دا دوه مرسته کوونکي په داسې حال کې د افغانستان د دولت له لارې خپلې مرستې لګوي، چې په تیرو څو کلونو کې په لسګونه میلیون ډالره لګول شوي، خو د کتونکو په اند، مرسته شوي پیسې په ګټوره توګه په اوږد مهاله پروژو کې نه دي لګول شوي.

ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG