د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۱

خوست:د شیخ زاید په پوهنتون کې دوه نور پوهنځي ور زیات شول


د خوست د شيخ زايد پوهنتون ريس دوکتور ګل حسن وليزی وايي، د دوي په وړانديز او د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت د مشرتابه په منظوری د خوست د شيخ زايد پوهنتون په اداري تشکيل کې د ادبياتو او يو د شپې پوهنځی هم ځای کړای شول .

د نوموړي پوهنتون په پخواني تشکيل کې د طب په ګډون نهو پوهنځيو ته ځای ورکړل شوی وه او ادبيات د ډيپارټمنټ په بڼه فعاليت کاوه .

دوکتور ګل حسن وليزی وايي، په روان تعليمي کال کې د محصلينو د شمېر د زياتوالي له امله تصميم ونېول شو، چې ياد ډيپارټمنټ د پوهنځي کچې ته لوړ شي .

دغې اړتيا ته په پام سره د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت دا وړانديز ومانه او اوس ادبيات او د تعليم او تربيې د شپې پوهنځۍ د نورو پوهنځيو په څېر په رسمي پوهنځيو بدل شول او په دې توګه د شيخ زايد په پوهنتون کې د پوهنځيو شمېر يوولسوته پورته شو.

د معلوماتو له مخې دا مهال د شيخ زايد په پوهنتون کې د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونونو څخه د يو شمېر انجونو په ګډون له څلورنيم زرو زيات محصلين په لوړو زده کړو بوخت دي.

د يادولو وړده، د پوهنتون د محصلينو پر وينا په پام کې ده، چې د شيخ زايد پوهنتون د پرمختګونو په لړ کې په نږدې ورځو کې په دې پوهنتون کې د انجونو د ليلې نوې اوعصري ودانۍ هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، چې په دې سره به د ښځينه محصلينو د مناسب ځای د نشتوالي ستونزه هم هواره شي.

اميربهير، خوست
XS
SM
MD
LG