د کابل ښار په ختیځ کې د احمد شاه بابا مینه څو کاله مخکې یوې هوارې دښتې ته ورته وه، خو اوس یې د یوه نوي ښارګوټي بڼه خپله کړې.
په تیرو څو کلونو کې په احمدشاه بابا مینه کې هم خلک په بیړه میشته شول او ختیځ لور ته یې د کابل ښار وغځاوه.
که څه هم په احمد شاه بابا مینه کې د افغان دولت له خوا یو لړ خدمتونه او اسانتیاوې برابرې شوي دي؛ خو خلک یې لا هم د یوشمېر ستونزو په اړه شکایتونه کوي.
د ځینو ساحو د ځمکې لاندې اوبو خرابوالی یې یوه لویه ستونزه ګڼل کیږي.
د دې مینې دریم بلاک ته چې ورغلم نو په یوې ژورې څاه د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه او د څو تنو سره مې د زړه خواله وکړه:
″۱ - زموږ په ساحه کې یوازې د دوو نلکو اوبه ښې دي، د نورو ساحو د اوبو خونده نشته، پیکه دي او د څښلو نه دي.″
۲ ـ زموږ کور د احمد شاه بابا مینې په څلورم بلاک کې دی، چې اوبه یې ښې نه دي او موږ اړ یو چې هره ورځ له دریم بلاک نه اوبه راوړو. زموږ د سیمې اوبه خرابې دي، ترخې غوندې دي، حکومت دې زموږ کورو ته د اوبو نلونه تیر کړي، خیر که بیل پرې راځي. زموږ ستونزه باید حل شي.″
د احمد شاه بابا مینې یو شمیر اوسیدونکي همداراز شکایت کوي، چې تراوسه پورې یې د کوڅو، ویالو او سړکونو د پخولو په برخه کې هم لازم اقدامات نه دي شوي:
د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، اوسمهال شاوخوا درې لکه او پنځوس زره خلک په احمدشاه بابا مینه کې اوسیږي او په دې ځای کې د ښاري خدمتونو یو لړ نوي پروګرامونه لري.
د کابل ښاروالۍ د دولسمې ناحیې رییس تیمورشاه تهور ازادي راډیو ته وویل، په تیرو دوو کلونو کې دننه په احمد شاه بابا مینه کې دیارلس کیلومتره متره سړک په اساسي ډول پوخ شوی او سږکال له دې نه د یو څه زیات سړک د جوړیدو پلان دی:
″موږ هیله من یو چې د روان کال په اوږدو کې دیارلس عشاریه شل کیلومتره سړک چې د شینې تپه د افغان رسټورانټ له څلور لارې سره نښلوي، جوړ کړو.
اداري پړاونه یې د ښاروالۍ د پالیسۍ او انسجام د ریاست له خوا تر یوه حده پر مخ تللي، هیله من یو، چې د دې پروژې په بشپړیدو سره په دې برخه کې زموږ د خلکو زیاتې ستونزې هوارې شي.″
هغه وویل، کابل ښاروالۍ تیر کال په احمد شاه بابا مینه کې شپاړس زرغونې سیمې رامنځ ته کړې او د دریو تفریحي پارکونو د جوړولو پلان هم لري چې د یوه یې کار پیل شوی.
تیمور شاه په نورو دولتي ادارو غږ وکړ، چې د احمد شاه بابا په مینه کې د هغو تاسیساتو په جوړولو لاس پورې کړي، چې په پلان کې ورته ځای بیل شوی.
هغه د کتابتون، وړکتونونو، تفریح ځایونه او کلینکونو یادونه وکړه.
د دولسمې ناحیې رییس همداراز وویل، د نلونو د شبکې د غځولو په اړه یې په بیا بیا د اوبو رسولو له ادارې غوښتنه کړې، خو تراوسه پورې په دې اړه څه اقدامات نه دي شوي.
په عین حال څه موده مخکې د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت د پنځه ویشتو ملیونو ډالرو په ارزښت د کابل ښار ځینو سیمو ته د اوبو رسولو یوه پروژه پيل کړه، خو د دغه وزارت چارواکو وویل، د احمد شاه بابا مینې د ځمکې لاندې اوبه د کابل ښار د ځینو نورو سیمو په نسبت ښې دي، له همدې امله احمدشاه بابا مینې ته د نلونو غځولو کار راتلونکې ته پاتې ده.
راپور: احمد زبیر ژمن