د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۳

سنګین:دریم نسل(تري جي) نوی مخابراتي ټکنالوژی به هم فعاله شي


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي، چې د نوري فایبر له لارې د تري جي ټکنالوژۍ په واسطه خلک په خپلو موبایلونو یا ګرځنده ټیلیفونونوکې په پراخه سطح انټرنیټي خدمتونو ته هم لاس رسۍ پیدا کړي.

د دې وزارت سرپرست انجنیرامیرزي سنګين د دوشنبې په ورځ په کابل د تري جي یا دریم نسل په نوم د ټکنالوژۍ د معرفي کولو پر مهال خبریالانو ته څرګنده کړه، چې د دې سیسټم له فعالېدو سره خلک کولای شي پر خبرو سربیره تصویرونه او ویډیوګانې وګوري او دغه راز په خپلو موبایلونو کې تیز انټرنیتي خدمتونه هم ولري.

د انجنیرسنګین په خبره تري جي ټکنالوژي د نړۍ په ځینو هېوادونو کې له تیرواتو کلونو راهیسې تجربه او خدمتونه یي ښه او مهم بلل شوي دي:

(په ډیرو هېوادو کې عملي شوې، په اروپا ، امریکا،منځني ختیځ او په ځینو اسیايي هېوادو کې ددې ټکنالوژی څخه ګټه اخیستل کیږي او سلګونو میلیونونه خلک ددې نه ګټه اخلي نو زما په فکر د موبایل قیمتونه د تري جي د جي اس ام د موبایلو سره په راتلونکو کې دومره توپیر ونه لري. )

د تري جي یا دریم نسل په نوم دا نوې مخابراتي ټکنالوژي په داسې حال کې په افغانستان کې معرفي کیږي، چې دا مهال په دې هېواد کې یو دولتي او څلور خصوصي مخابراتي شرکتونه فعالیت لري، خو خلک د دې شرکتونو له ټیټ کاري کیفیت او د بیو له لوړوالي څخه شکایت کوي.

دغه راز د دې هېواد په ځینو سیمو کې دا مهال د نا امنیو او د وسله والو مخالفانو د ګواښونو له امله مخابراتي خدمتونه یا په ټپه ولاړ دي او یا هم یوازې د ورځې له مخې ترسره کیږي.

د مخابراتو وزارت سرپرست هم دا ستونزه مني، خو وایي چې د اوارولو لپاره یې ان د امنیت د شورا په سطح خبرې او بحثونه شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست څرګنده کړه، چې د نړېوالې داوطلبۍ پراساس به یو بل شرکت ته هم د تري جي مخابراتي او معلوماتي خدمتونو په برخه کې په دې هېواد کې د فعالیت کولو جواز ورکړل شي ترڅو په بازار کې سیالي ډیره او بیې را ښکته شي:

(په دې شک نشته چې د نوي کمپنۍ راتګ په مارکیټ کې رقابت زیاتوي او کله چې رقابت زیات شي نو ضرور ده چې په قیمتونو کې تغیر راشي او زموږ اهداف هم دادی چې رقابت زیات شي)

د نوري فایبر به برخه کې کابو درې کاله وړاندې په افغانستان کې کار پیل شو، چې د مخابراتو وزارت په خبره تر اوسه د یو شمېر ګاونډېو هېوادو سربیره په یوولسو ولایتونو کې دا سیسټم فعاله شوی او تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د دې هېواد ټول ولایتونه یې تر پوښښ لاندې راشي.

انجنیر امیرزي سنګین وویل، چې دا مهال د افغانستان څلور فیصده وګړي له انټرنیټي خدمتونو څخه ګټه اخلي او لس میلیونه خلک موبایل یا ګرځنده ټیلیفونونه لري او د دې هېواد په سلو کې اتیا وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاس رسۍ لري.

ده وویل، هڅه کیږي چې په راتلونکو دریو کلونو کې د افغانستان نیمایي وګړي د انټرنیټي خدمتونو اسانتیاوې ولري او د تري جي یا دریم نسل ټکنالوژۍ په برخه کې به د یوه نوي شرکت ترڅنګ موجوده پنځو مخابراتي کمپنیو ته هم په هماغه بیه د فعالیت جوازونه ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG