د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۳

بریتانوي ځواکونو په هلمند کې کافي وسایل نه درلودل


د بریتانیا د پارلمان یوه کمېټه وایي، د دې هېواد ځواکونو چې په ۲۰۰۶م کال کې د افغانستان جنوب ته استول شوي و، کافي وسایل نه درلودل، شمېر یي کم واو د طالبانو په وړاندې مبارزه کې له کافي پیاوړتیا نه وبرخمن.

د بریتانیا د پارلمان پر دفاعي چارو د څارنې کمېټې له خوا په خپاره شوي راپور کې دغه راز د بریتانیا پر لوړ رتبه پوځي چارواکو او د کابینې پرغړېو انتقاد شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، کله چې بریتانوي ځواکونه په ۲۰۰۶ م کال کې د امریکایي ځواکونو پرځای په هلمند کې ځای پرځای کیدل، بریتانیایي چارواکو د هغوي د راتلونکې په اړه سمه وړاندوینه نه وه کړې.

د فرانسپریس خبري اژانس د راپور له مخې دغې کمېټې په خپلو څیړنو کې د هوایي ځواکونو د نیمګړتیاو یادونه کړې او وایي، هغو عسکرو ته چې په سړک کې له ښخ شوېو ماینونو سره مخامخ شوي و، په خپل وخت مرستې نه دي رسیدلي.

د وسله والو مخالفانو له خوا په سړک کې ښخ شوي ماینونه، په افغانستان کې د بریتانوي عسکرو د تلفاتو د زیاتوالي مهم عامل بلل شوی دی.

د فرانسپریس په وینا که څه هم د بریتانیا د پوځ قومندانانو په هلمند کې کافي عسکر او جنګي وسایل نه درلودل خو بیایې هم له شته امکاناتو رضایت څرګند کړی و.

د بریتانیا د پارلمان پوځي کمېټه وایي، په ۲۰۰۶ کال کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته ویل شوي و، چې په افغانستان کې بریتانوي قوماندانان له هغو امکاناتو څخه راضي دي چې دوي یې په واک لري، حال دا چې وضعیت بل ډول و.

د بریتانیا د پارلماني کمېټې په راپور کې ویل شوي، چې بریتانوي ځواکونو ته دنده سپارل شوې وه، چې په هلمند کې امنیت ټینګ کړي، د دې ولایت د جګړه ځپلو ښارګوټو په بیارغونه کې مرسته وکړي او په دې ولایت کې یوه اغیزمنه سیاسي اداره رامنځ ته کړي، خو برعکس دغه ځواکونه په دې ولایت کې په خونړېو جګړو کې ښکیل شول.

دغه کمېټه زیاتوي، بریتانوي ځواکونو پنځه چینوک ډوله هیلیکپټرې درلودې حال دا چې دغو ځواکونو دوه برابره یانې لس دا ډول هیلیکپټرو ته اړتیا درلوده.

بریتانوي ځواکونو ته زغروال وسایل، چې په سړک کې د ښخ شوېو ماینونو په وړاندې مقاومت لري، نه و ورکړل شوي.

د بریتانیا د پارلمان پوځي کمېټې پرحکومت د انتقادونو په ترڅ کې ویلي چې د دفاع وزارت په خپل وخت د دغو ستونزو د لیرې کولو لپاره اقدام نه دی کړی چې په نتیجه کې یې دغه ستونزې ډیرې زیاتې شوي.

د فرانسپریس خبري اژانس د دغې کمېټې د ریس جیمز اربوتنات له قوله ویلي چې وایي، بریتانوي ځواکونود عالي روزنې د کیفیت په درلودلو په سختو شرایطو کې ښې لاس ته راوړنې لرلي دي.

خو هغه زیاتوي، هغه شمېر ځواکونه چې په ۲۰۰۶، ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې په هلمند کې ځای پرځای و، لکه هغسې چې ورڅخه تمه کیده کارونه په هیڅ وجه سم نشوی ترلاسه کولای.

بریتانیا په ۲۰۰۹ کال کې په هلمند کې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو په زیاتیدو سره د دې ولایت امنیتي وضعیت اوس نسبتا ښه شوی دی.

بریتانیا په افغانستان کې نژدې لس زره عسکر لري چې پنځه سوه به یې د راتلونکي م کال تر پایه او پاتې به یې په تدریجي ډول د ۲۰۱۴ کال ترپایه له دې هېواده ووځي.

د تیرې شنبې په ورځ یو بریتانوي عسکر د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ووژل شو، چې په دې سره له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې بریتانیا افغانستان ته عسکر استولي، د وژل شوېو بریتانوي عسکرو شمېر ۳۶۷ تنو ته ورسېد.
XS
SM
MD
LG