د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۸

د امنیتي مسوولیتونو د انتقال بهیر به بریالى وي؟


په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر پیل شوې، یو شمېر افغان کتوونکي او عام خلک لا هم د امنیتي ځواکونو وړتیاو ته اندیښمن دي.

دا بهیر د یکشنبې په ورځ پیل شو، چې په لړ کې یی د بامیان ولایت امنیتي چارې په رسمي ډول افغان ځواکونو ته وسپارلې شوې.

د امنیتي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل وایي، د دغه بهیر بریا ته د شک په سترګه ګوري او وایی، چې افغان ځواکونه لازم سمبال نه دي:

(زموږ مشکلات په دې کې دي چې تر اوسه موږ هغه سلاح چې په اوسني جنګ کې ترینه ګټه اخیستل کیږي نه لرو مثلا هوايي ځواک.

د دې هېواد اردو هم یوه ویشل شوې اردو ده، ملته پورې نه ده تړلې بلکې افرادو پورې تړلې ده، زه د دې په بریالیتوب کې شک لرم.)

د دې تر څنګ ځینې کار پوهان بیا په هېواد کې د یوې سالمې ادارې نه موجودیت هم د امنیتي مسؤلتیونو د انتقال په وړاندې یوه ستونزه بولي.

د پوځي چارو کارپوه نورالحق علومي سپارښتنه کوي، چې د یوې سالمې ادارې پرته د پیاوړي امنیتي ځواک لرل نا ممکن دي:

(د رهبریت له مخې زموږ هېواد ډیر کمزوری دی هره لاسته راوړنه چې لرو څوک یې ساتلی نه شي، نړېواله ټولنه او زموږ دولت باید د یوې ښې سالمې ادارې په فکر کې شي داسې اداره چې قانون په کې عملي شي.)

تمه ده، چې د امنیتي مسؤلتیونو د انتقال په دې بهیر کې تر راتلونکې یوې اونۍ پورې د هغو ټولو اوو سیمو امنیتي مسؤلیتونه افغان ځواکونو ته وسپارلې شي، چې له مخکې نه ټاکل شوي.

عام افغانان هم د دغه بهیر پیل ته په اشارې دا انديښنه څرګندوي، چې د هېواد امنیتي ځواکونه یی لا د دې جوګه نه دي، چې د بهرنیو ځواکونو د همکارۍ پرته امنیت ټینګ کړای شي.

د کابل او فاریاب د دوو اوسیدونکو په دې اړه خپل نظر داسې څرګند کړ:

(۱ زما نوم عبدالبصیر دی، افغان ځواکونو ته چې زه ګورم دا مهال نه شي کولای چې د هېواد امنتیي چارې په غاړه واخلي په ځانګړې توګه پولیس. ځکه هغوي په هغو کارونو لګیا دي چې شخصي ګټې یې په کې وی.

۲ زما نوم قاري محراب الدین که چیرې نړېوال ځواکونه ووځي، زه پوهیږم چې په یوه اونۍ کې به د فاریاب ولایت د طالبانو لاس ته ورځي. ځکه له امریکایانو پرته دغه ځواکونه نه شي کولای چې سیمو ته ولاړ شي.)

خو د دې ټولو اندیښنو برخلاف خپله نړېواله ټولنه او افغان دولت په دې باور دې، چې اوس یی وخت را رسیدلې، څو خپله افغانان د هېواد دامنیتي چارو مسؤلیت ومني.

د هېواد د کورنیو چارو وزارت که څه هم په دې برخه کې ځینې ستونزې مني خو وایي چې د وخت په تیریدو سره به هوارې شي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل :

(په ډاډ سره ویلای شم چې د پولیسو هغه ستونزې چې اوس ورسره مخ دی تردوه زرو څوارلسم کاله پورې هواریږي او موږ په ډاډ سره دا هم ویلی شو چې تر دغې نېټې پورې به د افغان پولیسو د روزنې او سمبالښت ټولې چارې بشپړې شي.

او موږ به دیته چمتو اوسو چې دغه لوی مسولیت واخلو.)

له بل لوري د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر په داسې حال کې پیل شوې، چې په هېواد کې وروستیو امنیتي پېښو په امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ په اړه اندیښنې زیاتې کړي.

خو د چارواکو په وینا د دې ستونزې د هواري لپاره اقدامات ترلاس لاندې نیول شوي او دوي هڅه کوي، د امنیتي ځواکونو لیکې خوندي کړي.

اسدالله لودین، کابل
XS
SM
MD
LG