د کونړ والي يو ځل بيا د پاکستانيو چارواکو هغه ادعاوې بې بنسټه وبللې، چې په کې ویل شوي د پاکستانيو طالبانو روزنيزمرکزونه په کونړکې دي او پر پاکستانيو پوځيانو د بريدنو لپاره له کونړه را اوړي او له بريدونو وروسته بيرته کونړ ته ځي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي ازادۍ راډيو ته وويل، د پاکستانيو چارواکو له خوا چې په دې وروستيو کې کومې ادعاوې کيږي ناسم او په بشپړ ډول بې بنسټه دي.
هغه زیاته کړه، په کونړ کې نه د پاکستانيو طالبانو مرکزونه شته او نه هم هغوي وجود لري او پاکستان ځکه پر افغانستان دا تور لګوي چې څو د نړېوالو په سترګو کې خاورې واچوي.
کونړ والي وايي، ټولې نړۍ به ویل چې د القاعده مشر او نور جنګيالي په پاکستان کې اوسيږي خو پاکستان تل د نړېوالو خبرې ردولې او ويل به يي چې دوي نه له اسامه خبر لري او نه يي هم د اوسېدو له ځايه، خو کله چې اسامه په ايبټ اباد کې ووژل شو نو نړۍ ته څرګنده شوه د القاعده اصلي ځالې چيرته دي.
هغه وويل څه باندې دوه مياشتې کيږي چې د پاکستان له لوري د کونړ پر سرحدي ولسواليو د توپونو ډزې کيږي او دا لړۍ لا اوسه هم دوام لري چې د ټولو راتوغول شوو مرميو شمېر له اتوو سوو واوښت، له شپيتوو څخه زياتو ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله ورسېده، په سلګونو کورنۍ بې کوره شوي خو بيا هم پاکستانيو چارواکو ځانونه بې خبره اچولي دي.
د يادونې وړ ده چې ډيرى وختونه افغان چارواکي شکايت کوي چې د پاکستان له لوري د افغان او نړېوالو ځواکونو مخالفين را اړوي او له حملو وروسته بيرته قبائيلي سيمو ته پناه وړي خو څه موده کيږي چې پاکستان هم دغه دول شکايتونه پيل کړي دي.
د کونړ اوسيدونکي وايي، چې دوي په خپله سيمه کې داسې څوک نه دي ليدلي چې پاکستان ته دې د بريدونو لپاره لاړ شي بلکې څو کوره مهاجرين په کونړ کې او سيمي چې هغسې ټول خپله غريبي کوي او وسله وال نه دي.