د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

د افغانستان بانک چارواکو د عزیزي بانک په اړه ولسي جرګې ته معلومات ورکړل


د ولسي جرګې غړي وايي، چې د افغانستان بانک چارواکو ځوابونه دوی ته د قناعت وړ نه دي.
د ولسي جرګې غړي وايي، چې د افغانستان بانک چارواکو ځوابونه دوی ته د قناعت وړ نه دي.
د افغانستان بانک مسوولینو هغه ټولې ادعاګانې په کلکه سرهرد کړې، چې ګواکې عزیزي بانک له مالي او اداري ستونزو سره مخ شوی دی.

د افغانستان بانک سرپرست محب اله صافي چې ولسي جرګې د شنبې په ورځ د مسالې د روښانولو لپاره ورغوښتی و، ویې ویل، چې ترکومه ځایه چې د عزیزي بانک چارې کنټرول او څارل شوي دي، د بحران تور لګول پرې نامناسبه کار دی:

″د عزیزی بانک په مورد منفی تبلیغات ناوړه اغیز کولی شي، خو زه ډاډ درکوم چې عزیزي بانک نه له بحران سره مخ و، او اوس هم نه دی. ترپرونه پورې د افغانستان د ټولو بانکونو راپورونه د عزیزي بانک په شمول ټول له قانون سره سم وو.

عزیزي بانک تراوسه داسې چلند نه دی کړی، چې د بحران نښې دې په کې ولیدل شي.″

تیره اوونۍ د ولسي جرګې ځینو غړو اندیښنه ښودلې وه، چې عزیزي بانک د کابل بانک په څیر له مالي بحران سره مخشوی دی.

ځینو غړو ادعا لرله چې دې بانک په میلیونونو ډالره له بانکه ایستلې.

څرنګه چې په دې ورځ جرګې ته د افغانستان بانک د مسوولینو راتګ استماعیه بڼه لرله، پوښتنې ورڅخه ونه شوې.

د جرګې ځینو غړو وویل، د افغانستان بانک د سرپرست محب اله صافي څرګندونې د دوی د قناعت وړ نه وې. د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهرقدیر وویل:

″دا یوه استماعیه غونډه و او پوښتنې په کی ونه شوې، د عزیزي بانک ټول مسوولیت د افغانستان بانک ريیس پر غاړه واخیست، موږ ډېرې پوښتنې لرو، ډیر اسناد لرو او په اینده کې به د افغانستان بانک ريیس په استجوابیه غونډو کې هغوی ته ځواب ووایي.″

د افغانستان بانک سرپرست وویل، عزیزي بانک د پنځه سوه اته اتیا میلیونو ډالرو په سرمایه په قانوني توګه کار پیل کړی، چې ترنیمایي په پورونو او نورو سوداګریزو معاملو په کار لویدلي او پور ورکوونکي افراد اشخاص یې باوري مرجع دي او دا ټولې چارې د هر بانک قانوني چلند دی.

له دې مخکې یوبل خصوصي بانک (کابل بانک) د مالي بحران له امله له ماتې سره مخ شو.

کارپوهان وایي، د افغانستان د مالې وزارت او افغانستان بانک باید په هرډول شرایطو کې په هیواد کې د فعالو دولتي او غیردولتي بانکونو چارې د قانون له مخې په جدي توګه کنټرول او وڅاري.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG