د افغانستان د کندهار،هلمند، کونړ، خوست، لوګر،فراه او ځیني نورو ولایتونو کې ناامني له بل هر وخت څخه زیاته شوې ده.
دا خبره د ملګروملتونو د سازمان د سره صلیب عملیاتي ريس «پـیـیرکراهیـبـیول»د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړه.
ده وویل، افغانستان ته یي په پنځه ورځني سفر کې د خلکو او ان په ځینو ځایونو کې له مخالفینو سره لیدلي او دی نتیجي ته رسیدلي چې په وروستیو پنځو کالو کې د ناامنیو لمن پر جنوبي سیمو سربیره شمال او غرب ته هم مخ په غځیدو ده:
«زموږ تمرکز په هغو شدیدو اندیښنو دی چې په هېواد کې د ناامنیو له امله خلکو ته راپیدا شوی دی او نظر مو دا دی چې نا امنی په هېواد کې بحراني حالت ته رسیدلی ده.»
د ملګروملتو د سره صلیب د کمېټې عملیاتي ريیس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د سې شنبې په ورځ د کندهار د ولایتي شورا رییس او د ولسمشر ورور احمدولي کرزی د ده په کور کې ووژل شو.
ده وویل، په ځینو سیمو کې وسله وال هم د پخوا په نسبت ناامنیو د خلکو اندیښنی وروستي حد ته رسولي دي او په هېواد کې روان حالت د خلکو په ورځینو فعالیتو او د لېرې پرتو سیمو په روغتیا ناوړه اثر کړی دی .
د کورنیو چارو وزارت دا ډول راپورونه د دوي له هلو ځلو سره مناسب نه بولي او وایي، امنیتي ځواکونه جدي هڅې کوي چې د ناامنیو مخه ونیسي.
د افغانستان د امنیتي وضیعیت په هکله ځینو بهرنیو موسسو هم ویلي و، چې د روان کال اوړی به په هېواد کې ناامنه موسم وي.
سربیره پر دې د یوې بهرنۍ موسسې د راپور له مخې په وروستیو درې کلونو کې د روان د مې میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وه چې څه باندې درې سوه او شپیته ملکي خلک په کې ووژل شول.
افغان چارواکي وایي، د مخالفینو د بریدونو زیاتره قربانیان ملکي خلک وي چې ښځې، ماشومان او سپین ږیري په کې شامل وي.