د هند په ممبۍ ښار کې چاودنو تر شلو ډیر وژلې او تر سلو ډير یې ټپیان کړې دي.
د هند د اقتصادي مرکز په زړه کې درې پرله پسې چاودنو په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هند د کورنیو چار وزیر پالانیاپان چیدامبارام څرګنده کړه، چې دا درې چاودنې ترروریستانو هماهنګه کړې دی، درې سره چاودنې تیرماښام هغه مهال وشوې، چې ډیر خلک بهر و.
له چاودنو وروسته په وینو لړلې جسدونه دلته هلته پراته و او د شاوخوا خلکو اوښکې بهیدې.
پولیسو له عیني شاهدانو پوښتنې کولې او موټر یې د شواهدو د موندلو او د نورو چاودیدونکو موادو د پیدا کیدو په نیت پلټل، د ممبۍ د پولیسو مشر ارنپ پاتنایک خبریالانو ته وویل:
«دا ډیره د خواشینۍ وړ پېښه ده، موږ به یې کشف کړو، هغوي به محاکمې ته راولو، خو له دې پرته تر هرڅه مخکې زه له دغو تلویزیوني چاینلونو هیله کوم، له رسنیو خواهش کوم چې غلي شي او له موږ سره مرسته وکړي څو وضعیت کنټرول کړو، د پېښې تحقیقات او کشف روان دی.»
پولیس وایي، چې لومړۍ چاودنه په سیمه ییز وخت د ماښام پاو کم اووه بجې د سروزرو په مشهور بازار جهاوري کې وشوه، یوه دقیقه وروسته له بیروباره ډک بازار اوپیرا هاوس کې بله چاودنه وشوه او له اوو پنځه دقیقې تیرې وې چې دریمه چاودنه د ښار مرکز ته نژدې په دادار سیمه کې وشوه.
د هند صدراعظم من موهن سنګ د ممبۍ له ښاریانو وغوښتل، چې غلي شي او متحد واوسي.
په واشنګتن کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا تروریستي بریدونه وغندل او ویې ویل، چې امریکا د هند د دې هڅو ملاتړ کوي چې د دې ناړه جرمونو ترسره کوونکي محاکمې ته راکاږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې وروسته تر دې چې له هیلري کلنټن سره یې خبرې وکړې د ممبۍ بریدونه یې وغندل او څرګنده یې کړه چې روسیه له نوي ډيلي سره او د هند له خلکو سره خواخوږې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې بیا د خپل ولسمشر اوباما پیغام اوچت کړ او د هند د خلکو د جرات ستاینه یې وکړه:
«موږ د تشدد دغه ناوړه افعال چې ترهه خوروي او بیلتون ته لمن وهي، غندو هغه کسان چې دا کار یې کړی باید وپوهیږي چې دوي بریالي کیدای نه شي.»
پاکستان د ممبۍ د چاودنو د خبر له خپریدو وروسته سمدستي د پیښو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
په ممبۍ کې دا چاودنې څو میاشتې وروسته تر دې وشوې چې د هند او پاکستان تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شوې.
دا خبرې په دوه زره اتم میلادي کال کې په ممبۍ کې د تروریستي بریدونو له ترسره کیدو وروسته درول شوې وې چې یو سل او شپږ شپیته تنه په کې ووژل شول او هند په پاکستان کې میشته یوه تروریستي ډله په دې بریدونو کې په لاس لرلو تورنه کړه.