د کونړ ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د تصفیوي عملياتو په نتيجه کې تر سلو زيات وسله وال وژل شوي او ۳۳ افغان او ايتلافي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د بلانکو ليوا د عامه چارو مشر ډيوډ ايست بورن د چهار شنبې په ورځ د دغه عملیاتو د عمومي رپورټ وړاندې کولو په وخت خبريالانو ته وويل چې: په ختيځ کې د ۲۰۱ قول اردو د دوهمې ليوا او د بلانکو ليوا ۲۵ د جون ګډو ځواکونو د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه چاڼيز عمليات پيل کړل .
هغه زياته کړه، چې عمليات داسې پلان شوي ول، چې اورپکي به د پيچ درې له شمالي څنډو څخه وباسي تر څو په سيمه کې خلک په سوله او امن کې ژوند تېر کړي .
هغه ټينګار وکړ، چې د دغه عملياتو رهبري د افغان ملي اردو پر غاړه وه او په ډېر برياليتوب سره د جون په لومړی نېټه پای ته ورسيدل .
هغه وويل، چې د عملياتو په ترڅ کې يې تر سلو زيات دولت ضد وسله وال وژلي او يو شمېر يې ټپيان کړي دي.
نوموړي دغه راز وويل، چې موږ به د خپلو افغاني ملګرو سره تر هغې مرسته کوو چې سيمه له اورپکو پاکه کړو.
هغه زیاته کړه، چې هدف يې دا دی تر څو په سيمه کې امنيت راشي، نوموړي د دريو تنو ايتلافي عسکرو د وژل کيدو او د۲۹تنو ګډو ځواکونو د ټپي کېدو پخلي هم وکړ.
په همدې حال کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د دوهمي پياده ليوا امر جګړن شرین اقا بيا خبر يالانو ته د دغو عملياتو په اړه وويل چې، د ګډو ځواکونو له خوا د کونړ وټه پور او پيچ دره کې د عقاب بهار۴ په نامه چې کوم چاڼيز عمليات پیل شوي و ، په ډېر برياليتوب سره پای ته ورسېدل .
ده وويل، د عملياتو په پايله کې تر سلو زيات وسله وال وژل شوي او يو شمېر یې ټپيان کړي .
هغه زیاته کړه، چې په وژل شوېو کې اته عربان دولس پاکستاني او څلور چيچنيايي وسله وال وژل شوي او پاتې نور کورني دي .
نوموړي وويل، چې په پنځو ډيپوګانو کې يې له دوي څخه بيلابيلې وسلې مهمات او چاودونکي توکي نيولي .
نوموړی خپلې غاړې ته د يو ملي اردو سرتيري د وژلو او يو تن ټپي کېدو پخلی وکړ.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ازادۍ راډیو ته له نامعلوم ځای څخه د ټیلفون په ليکه ۵۱ بهرنيو سرتيرو او دوه د ملي اردو سرتیرو د وژلو او د ګڼ شمېر د ټپي کيدو ادعا کوي .
نوموړي د دوه هليکوپټرو او يو بې پيلوټه طياري د ويجاړيدو ادعا هم وکړه، نوموړي خپلې غاړې ته د ۱۹ ملګرو د وژلو او ۱۰ تنو د ټپي کېدو پخلی وکړ.
وفا-جلال اباد