په افغانستان کې ډېری ماشومان د لوبو لپاره پوځي سامانونه لکه ټانک، ټوپک او داسې نور کاروي.
دغه سامانونه، چې په بېلابېلو بڼو جوړ شوي، د هېواد په بازارونو کې په کافي اندازه موجود دي.
خو ډېری میندې او پلرونه له دې امله اندېښنه څرګندوي او وايي، چې د لوبو د دا ډول سامانونو واردول د ماشومانو په ذهنیت منفي اغېزه کوي او پلورونکي باید د لوبو د دا ډول سامان له خرڅلاو څخه لاس واخلي.
دوی له افغان دولت څخه غواړي، چې د لوبو د پوځي سامانونو د واردولو مخنیوی وکړي.
″۱- زما نوم ښایسته دی، د ماشومانو د لوبو جنګي وسایل لکه ټانګ، ټوپک او داسې نور ښه نه دي، ځکه د هغوی پر روحیه بده اغیزه کوي، ځکه دوی ورسره لیوالتیا پیدا کوي او کیدای شي چې په راتلونکي کې له اصلي جنګي وسایلو سره شوق پیدا کړي او ویې کاروي.
ماشومانو باید د درسونو ترڅنګ له ورزشي وسایلو سره بلدتیا پیدا کړي.″
په همدې اړه د کابل ښار په بازارونو کې یو شمېر پلورونکو وویل، چې د لوبو د پوځي سامانونو خرڅلاو ډېر دی، نو ځکه دوی هم اړ دي، چې دا دول سامانونه وپلوري.
په عین حال کې د افغانستان د پوهنې وزارت تاييدوي، چې د ماشومانو له خوا د لوبو د پوځي سامان الاتو کارول د دوی په ذهنیتونو کې تاوتریخوالی ډېروي.
د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال محمد صدیق پتمن له ازادي راډیو سره په خبرو کې له اړوندو چارواکو په ځانګړې توګه د سوداګری له وزارت څخه د لوبو د پوځي سامان الاتو د واردولو د مخنیوي غوښتنه کوي.
″زموم هیله دا ده، چې زموږ سوداګر د لوبو دا ډول سامانونه راوارد نه کړي، چې زموږ کوچنیان داسې ېوې لارې ته چې د دوی په ګټه نه ده سوق نه شي او له محترمو کورنیو څخه مې هیله دا ده، چې دوی دې خپلو ماشومانو ته دا ډول وسایل وانه خلي، څو د جنګ مفکوره د دوی په ذهن کې ژوندۍ نه شي او دوی دې د لوبو داسې سامان چې د کوچنیانو ذهن ته انکشاف ورکړي ورته انتخاب کړي.
نو له کورنیو او سوداګرۍ وزارتونو څخه هیله لرم، چې د دا ډول سامانونه د واردولو مخه ونیسي.″
بل خوا د سوداګر وزارت وايي، چې په ازاد بازار کې د لوبو د پوځي سامانونو خرڅول قانوني ستونزه نه لري او سوداګر هغه وسایل واردوي، چې په بازارونو کې ډېر خرڅيږي.
د سوداګری او صنایعو وزارت مرستیال انجنیر متصل کمکي ازادي راډیو ته وویل، چې دا د کورنیو دنده ده، چې خپل ماشومان وهڅوي، چې د لوبو دا ډول سامان وانه خلي.
″د پلورونو او مشرانو وظیفه دا ده، چې دا دول وسایل دې وانخلي، که چېرې دا دول سلاح خرڅه نه شي، سوداګر یې نه واردوي، نو خامخا به بازار لري، نو ځکه دا ډول سلاح واردیږي.
له کورنیو څخه مو هیله دا ده، چې خپلو ماشومانو ته دې د لوبو نور سامانونه واخلي، ځکه که دوی نور سامانونه واخلي، دا سوداګر ته زیان رسوي او هغه یې بیا نه راواردوي.″
د تولنیزو چارو یوشمېر کتونکي په دې باور دي، چې د لوبو د دا ډول سامانونو کارول د ماشومانو په روحیه منفي اغېزې لري او کورنی باید خپل ماشومان د لوبو د دا ډول سامانونو د کارولو پرځای زده کړې ته وهڅوي.
راپور: ماریا صدیقي