د افغانستان مرکزي احصاییه غواړي چې د ترتیب شوي پلان له مخې لومړی د دې ادارې ظرفیتونه لوړ او بیا په هېواد کې د نفوسو پر کره شمېرنې لاس پورې کړي.
د افغانستان د مرکزي احصایې د ادارې ريیس عبدالرحمن غفوري وویل،
ترڅو چې په هېواد کې د نفوسو شمېرنه کره شوي نه وي، د بیارغونې او پراختیا په برخه کې به هرډول پرمختګ متوازن نه وي.
ده وویل ترتیب شوي پلان به افغان دولت او نړیوالې ټولنې ته دا اسانیتاوې برابرې کړي، چې د دوی په پراختیایی پروګرامونو کې، د خلکو او سیمو اصلي غوښتنې او اړتیاوې په پام کې ونیسي.
ښاغلي غفوري وویل:
″زموږ ننني پروګرام د یوڅلورکلن پروګرام په هکله دی، د دې پروګرام له مخې به د مرکزي احصایې کاري ظرفیتونه لوړ شي، د سرشمېرنې په لاره کې به تخنیکې ستونزې اوارې او د افغاني ټولنې په هکله به یوه جامع نقشه افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته وړاندې شي.″
غفوري وویل، د دې پلان د پلي کېدو لپاره ورسره د انګلستان او هالینډ هېوادونو د شاوخوا څوارلسو میلیونو ډالره د مرستې ژمنه کړې ده او د هندوستان د احصایې وزارت حاضر شوي چې په فني او مسلکي چارو کې د د دې ادارې ملاتړ وکړي.
عفوري دا هم وویل، په افغانستان کې د ناامنیو او ظرفیتونو د کموالي له امله تراوسه کره سرشمېرنه نه ده ترسره شوې او له نیمګړې سرشمېرنې څخه ښه دا ده، چې لومړی ورته اسانتیاوې برابرې شي:
″د ظرفیتونو لوړول یوازینۍ لاره ده چې د سرشمېرنې لړۍ په کامیابي سره پرمخ یوړل شي، موږ بودجه لرو، متخصصین به مرسته وکړي او د څلور کلونو په موده که د مجهزو تخنیکي لوازمو خاوندان شو او د کاري نیتجه به مو مثبته وي.″
د افغانستان مرکزي احصاییه وایي، یوشمېر بهرنیو موسسو په ورځنیو فعالیتونو کې د افغانانو د ونډې او د ژوند وضیعت په هکله راپورونه خپاره کړی دی، خو د نفوسو شمېرنه چی باید کوراکور ترسره شي، هغسې نه ده شوې.
دا اداره وایي، په تخمیني ډول د هېواد د نفوسو شمېر د کوچیانو په ګډون شاوخوا شپږویشت نیم میلیونه تنه اټکل شوی دی.
راپور: خان محمد سیند