ټاکل شوې ده چې نن (سې شنبه) افغانستان، پاکستان او امريکا درې اړخيزه غونډه د دغو هيوادونو د جګپوړو پوځي چارواکو په ګډون په کابل کې جوړه شي، څو د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې د وسله والو سخت دريځو پرضد پر پوځي همکاريو خبرې وکړي.
خو کتونکي وايي، چې د افغانستان او پاکستان په پولو کې وروستۍ نښتې به پر دې غونډې سيوري وغوړوي.
د پاکستان د پوځ ويندوی د دوشنبې په ورځ د افغانستان دا ادعا رد کړه، چې ګنې د دغه هيواد امنيتي ځواکونو د افغانستان پر خاوره توغندي ويشتي دي.
خو وروسته د دغه هيواد لوی درستيز په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې وويل، چې د پاکستان حکومت به ژر په دې باب تحقيقات وکړي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون ماسپښين د جمهوري رياست په ماڼۍ کې د پاکستان له لوی درستيز سره وکتل.
حامد کرزي د افغانستان د ننګرهار او کونړ پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو د راکټي بريدونو پر دوام اندېښنه ښکاره کړه او له جنرال کياني څخه يې وغوښتل چې د افغانستان لور ته د راکټونو ويشتل فوراً بند کړي.
د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده وايي، چې د افغانستان، پاکستان او امريکا درې اړخيزه غونډه به وروستۍ سرحدي لانجه تر سيوري لاندې راولي او ډېر بحثونه به په همدې موضوع متمرکز شي.
د سياسي چارو يو بل افغان کارپوه عبدالستار سعادت بيا وايي، چې ممکن پر هغو موافقو هم اغېز وکړي، چې پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر د تېرې اوونۍ په سفر کې د دواړو هيوادونو ترمنځ شوې وې:
د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر له خبرپاڼې سره سم د پاکستان لوی درستيز په دې باب وويل، چې په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت له چارواکو سره خبرې کړي او ژر به د پاکستان حکومت په دې باب جدي تحقيقات وکړي.
له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې د پاکستان لوي درستيز د پوځي همکاريو او له تروريزم سره د مقابلې پر لارو چارو هم خبرې وکړې.
د پاکستان لوی درستيز په دې کتنه کې وويل، چې په کابل کې د افغانستان، پاکستان او امريکا نننۍ درې اړخيزه غونډه يوه ښه ناسته وه او په مختلفو برخو کې يې د درو هيوادونو همکارۍ لا زياتې کړې.
ټاکل شوې ده، چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سولې د ګډ کميسون دوهمه غونډه جوړېږي څو پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د سفر په مهال د سولې د ګډ کميسون د جوړېدو په شمول د شويو پرېکړو پر عملي لارو چارو خبرې وکړي.