د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د کابل بانک د شریکانو ځیني شتمنۍ به لیلام شي


د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې په راتلونکو دوو اونیو کې به د کابل بانک د شریکانو ځیني شتمنۍ لیلام ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک مرستیال محیب الله صافي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د کابل بانک د تصفیې مدیریت د دې بانک د شریکانو۴۸۳ میلیونه امریکايي ډالره پانګه معلومه کړې چې پنځه رقمه یي په افغانستان کې او پاتې نور یې په دوبۍ کې ده .

هغه وویل، چې په دې پانګه کې نغدې پیسې، د شریکانو ضمانتونه، پورونه او نور شیان شامل دي.

صافي وويل، چې په معلومه کړې پانګه کې د باختر تلویزیون، د مزارشریف د نفتو زیرمه، په کابل کې د استقلال په ښار ګوټي کې ۱۴۹ ودانۍ، په کانکس شرکت کې ۴۰ کورونه او۵۰ کاماز موټر شامل دي:

(ستاسې د رسنیو له لارې دباختر تلویوزون د زیرمې او ۴۰د کانکس کورونه اعلان ته ورکړل شوي دي او په دوو اونیو کې به يي امید دی چې ښه پایله يي وګورو.)

هغه وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د استقلال ښارګوټي ۱۴۹ ودانۍ او د کاماز موټرهم لیلام ته وړاندې شي.

خو دا چې یادې پیسې او شتمنۍ د کابل بانک په کوم شریک پورې اړه لري، ښاغلي صافي په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.

د افغانستان بانک مرستیال د کابل بانک شریکانو ته یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې ژر تر ژره دې د دې بانک د تصفیې مدیریت ته حاضر شي او وړې ټولې پیسې بیرته وسپاري که نه نو ترعدليي او قضايي تعقیب لاندې به ونیول شي.

هغه زیاته کړه، چې حکومت په دې اړه جدي دي او په هر ډول چې وي پیسې به اصول کړي:

(ټول د کابل بانک پوره وړي تر اوسه حاضر شوي نه دي چې خپله مسله تصفیه کړي او که تصفیه نه شي نو قضايي ارګانو ته به راکش شي.)

افغان حکومت د کابل بانک شریکانو ته ورته ګواښونه څو وارې وړاندې هم کړي وو، خو تر اوسه یې د رسنیو پر وړاندې کوم شریک محکمې ته نه راښکلی او ان په ښکاره توګه یې کوم شریک په غلا هم نه دې تورن کړی.

په افغانستان کې هغه ملکیتونه او شتمنۍ چې د کابل بانک په شریکانو پورې اړه لري افغان دولت کولای شي، بیرته ترلاسه کړي خو د دې شریکانو هغه پانګې چې له افغانستان بهر دي بیرته څه ډول ترلاسه کړي ښاغلي صافي په دې اړه څه ونه ویل.

کابل بانک ۱۰ مياشتې وړاندې هغه وخت له مالي بحران سره مخامخ شو، چې نیويارک ټايمز ورځپاڼې يي د شریکانو د غلا راپور خپور کړ، خو افغان دولت د مداخلې له امله د کابل بانک منحل کېدل وځنډل شول.

نړېوال بانک وروسته له هغې، چې تر ټاکل شوې نېټې پورې افغان دولت او د پیسو نړېواله صندوق د کابل بانک د ستونزې په سرکومې موافقې ته ونه رسیدل له افغانستان سره د اویاو میلیونو ډالرو مرسته وځنډوله.

رحمت الله افغان،کابل
XS
SM
MD
LG