ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خپلو امنیتي سلاکارانو سره تر تفصیلي خبرو وروسته نن به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د تدریجي ویستلو پلان اعلان کړي.
ورځپاڼه وړاندې د یو امریکایي چارواکي، چې نوم یي نه دې ښودل شوې لیکلي، چې اوباما خپله پریکړه کړې او نن به دا هم په ډاګه کړي، چې په لومړي پړاو کې په څومره شمېر کې سرتیري ویستل غواړي.
د ورځپاڼې په وینا که څه هم خپله د امریکا حکومت په دې اړه لا کومه تبصره نه ده کړې، خو په واشنګټن کې ځینې کتونکي په دې باور دي، چې اوباما به په لومړي پړاو کې له څلورو زرو نیولې تر پنځو زرو پورې د سرتیرو د ویستلو پلان اعلان کړي.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د سپینې ماڼۍ د ویاند په حواله لیکلي، چې د ولسمشر اوباما مشورې لا هم روانې دي.
د ورځپاڼې په وینا د سپینې ماڼۍ ویاند دا په ډاګه نه کړه، چې د ځواکونو د ویستلو پلان به کله اعلان شي، خو دا یي وویل، چې اوباما اوس مهال له خپلو امنیتي سلاکارانو او پوځي مشرانو سره په دې اړه په خبرو بوخت دې.
دې ورځپاڼې هم اټکل کړې، چې ممکن په لومړي پړاو کې له څلورو نه تر پنځو زرو پورې سرتېري وویستلې شي.
ملي ارمان:
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو په اړه د اوباما پریکړه لا نهایي شوې نه ده.
ورځپاڼې په واشنګټن کې د ځینو سرچینو په حواله لیکلي، چې اوباما هڅه کوي، چې د خپلو پوځي مشرانو او امنیتي سلاکارانو د غوښتنو ترمنځ انډول وساتي.
د ورځپاڼې په وینا د امریکا پوځي مشران له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو کې د بیړي مخالف دی حال دا، چې امنیتي سلاکاران بیا په دې برخه کې د چټکو ګامونو پورته کولو غوښتونکې دي.
ورځپاڼې د اوباما د ادارې د ځینو چارواکو په حواله لیکلي، چې زیات امکان موجود دې، چې اوباما د ۲۰۱۲ میلادي کال تر پایه پورې ټول دیرش زره اضافي سرتیري له افغانستان څخه وباسي، خو ځیني نور بیا دا اټکل ناسم بولي.
د پاکستان له خاورې په کونړ د توغندیو د حملو په اړه پورته شوي غبرګونونه بله مهمه مسئله ده، چې زیاتره ورځپاڼو پرې بحثونه کړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل بحث کې د پاکستان دا حملې په کلکه غندلي او له افغان دولت نه یي غوښتنه کړې، چې په دې اړه له پاکستاني لوري سره جدي خبرې وکړي.
د ورځپاڼې په وینا د پاکستان دا عمل، چې ورځپاڼې خورا بد تعریف کړې د ښه ګاونډیتوب اصول تر پښو لاندې کول دي.
سرنوشت او ملي ارمان ورځپاڼو بیا د پاکستان د دغو حملو په اړه د هېواد د امنیتي چارواکو تند غبرګونونه راخیستي.
سرنوشت:
سرنوشت په خپل لومړي مخ کې د کونړ د امنیي قومندان په حواله لیکلي، چې ولسمشر دې دوي ته هم په پاکستان د متقابلې حملې اجازه ورکړي.
ورځپاڼه په دوام کې د سرحدي ځواکونو د قومندان جنرال امرخیل په حواله لیکي، چې په تیرو شپږو ورځو کې پاکستان له درې سووه پنځوسو څخه زیات توغندي ویشتلي او د دوي د صبر کاسه ډاګه شوې ده.
ملي ارمان:
ملي ارمان بیا د ښاغلي امرخیل په حواله لیکلي، چې ولسمشر دې یا دوي ته د حملې اجازه ورکړي او یا دې هم په کابل کې د پاکستان سفارت وتړي.