د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۵

نواز شریف:پاکستان څوک د ګډوډیو په لور بیايي؟


د رپوټونو پر اساس د پاکستان پیاوړی پوځ له داسې یوه نوي تهدید سره مخامخ دی چې د پوځ له اصلي مرکز چې پنجاب دی سرچینه اخلي.

د رپوټونو پر اساس، د پاکستان پر پوځ د دې هېواد د سیاستمدارانو او مطبوعاتو د انتقادونو زیاتیدل په دې هېواد کې یو نوي تهدید را پيدا کړی دی .

د ازادۍ راډیو د مرکزي خبري څانګې د په حواله پاکستاني خبریالانو په دې هېواد کې د سلیم شهزاد په نوم د یوه پيژندل شوي ژورنالیست له وژل کېدو راهیسي اعتراضونه پيل کړي دي .

تیره اونۍ د خبریالانو یوه ډله په اسلام اباد کې راغونډه شوه او شعارونه یې ورکول چې د ډنډې او ټوپک حکومت ته سر به نه ټیټوي .

دوي غوښتل په دې ډول پر حکومت فشارونه زیات کړي ترڅو د سلیم شهزاد د وژل کېدو په اړه څيړنې وکړي .

زیات شمېر پاکستاني خبریالانو د دې هېواد د استخباراتو اداره په دې پېښه کې په لاس درلودو تورنوله، د تیرې اونۍ اعتراضونو چې د پاکستان د پارلمان د ودانۍ مخې ته تر سره شول زیاته پاملرنه ځان ته اړولې ده .

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف هم د هغو سیاستوالو له ډلې وو، چې په دې اعتراضي غونډه کې برخه درلوده .

ده په خپله لنډه وینا کې د پاکستان پر پوځ انتقاد وکړ او ویي ویل، چې حکومت هم د داسې یوه کمیسیون په رامنځ ته کولو کې ناکام شوی دی چې د پاکستان په خاوره کې د اسامه بن لادن د وژل کیدو د عواملو په اړه څيړنه وکړي .

سیاسي څارونکي وايي، چې د نواز شریف له خوا د پاکستان پرحکومت، د دې هېواد پر سیاسي ماحول او اقتصاد د ای اس ای پر کنټرول انتقاد او تندې خبرې ساری نه لري .

نواز شریف په خپله هم د پنجاب دی او د خپل هېواد جنرالانو ته یې خبرداری ورکړ چې په داسې حساسو حالاتو کې باید عاقلانه چلند وکړي .

(دلته څه روان دي؟ دا څوک دي چې پاکستان د ګډوډیو په لور بیايي؟ موږ پاکستان د قانون د حاکمیت لپاره تاسیس کړی نه د داسې کرکجنو پيښو لپاره چې د دې هېواد یو سلو اتیا میلیونه اوسیدونکي یې هره ورځ د ټلویزیونو له لارې شاهدان دي .

زموږ د صبر کاسه ډکه شوې ده، اوس د پاکستان د بقا لپاره جنګیږو او ماتې نه منو .)

رپوټونه وايي، چې د پاکستان پوځ پخوا له داسې فشارونو سره په ډير شدت مقابله کوله، خو اوس دا کار ځکه سخت دی چې پنجاب تحریک شوی دی او دا د پوځ د جلب او جذب اصلي مرکز دی .

په پاکستان قومي اقلیتونه ادعا کوي، چې د دې هېواد د پوځ ۸۰ فیصده برخه پنجابیان دي . پنجاب زیات نفوس لري او د دې هېواد د سوداګرۍ او زراعت د ملا تیر بلل کیږي .

د امنیتي مسایلو یو کارپوه رفعت حسین وايي، چې د پاکستان په رهبرۍ کې جدې تضاد رامنځ ته شوی دی، دی زیاتوي چې د اسامه بن لادن تر وژل کیدو او پر پوځ د ملي او نړېوالو انتقادونو له زیاتیدو وروسته، ملکي حکومت له پوځ سره چندان همکاري نه ده کړې .

رفعت حسین د پاکستان په پوځي پوهنتون کې استاد دی او زیات افسران یې روزلي دي . دی وايي، د پاکستان ملکي حکومت د دې هېواد پوځ د خدای او راستۍ پر میدان پریښی دی:

(که چېرې د بې اعتمادۍ او مخالفتونو سلسله همداسې روانه وي نو باید چاره ورته پيدا شي .

زه ډاډه یم، چې د پاکستان په روان بحران کې حکومت او پوځ د یوه بل له همکارۍ پرته له ستونزو ځان نه شي ایستلای . )

د پاکستان د چارو څارونکي او تاریخ پیژندونکي فرزانه شیخ وايي، چې د پنجاب د خلکو په روحیه کې بدلون پر واقیعتونو ولاړ دی خو دوام به یې ښايي جنجالونه زیات کړي.

میرمن شیخ وايي، پر پوځ د نواز شریف د ګوند د انتقادونو مسله یوه خطرناکه ستراتیژي ده ځکه نواز شریف په اتیایمه لسیزه کې تر دیکتاتور پوځي نظام وروسته قدرت ته ورسېد او په نویمه لسیزه کې یې لاس پر اردو بر وو خو همدا پوځ وو چې د نویمې لسیزې په پای کې یې د پرویز مشرف په مشرۍ هغه زنداني او بیا تبعید کړ .
XS
SM
MD
LG