د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

په پاکستان کې د پوهنې سیستم یو غیر مفید لور ته درومي


کله چې د پاکستان په ښونځیو کې د پینځم ټولګي زده کونکي خپل کتابونه پرانیزي نو دغه لاندې عبارت لولي:

(هند زموږ سنتي دښمن دی او موږ باید تل د دې لپاره چمتو اوسو، چې د هند له یرغل څخه خپل ګران هېواد وساتو.)

د پینځم ټولګي په اردو درسونو کې بیا ویل کیږي، چې هندوان تل د اسلام دښمنان دي.

احمد سلیم، چې د پرمختګ د دوامداره پالیسۍ د انسټیوټ مشر دی وايي، دی له تیرو یولسو کلونو راهیسې هڅه کوي چې دغه ډول عبارتونه او مثالونه د ښونځیو له کتابونو لري کړي خو تر اوسه په دې هڅه کې ناکام پاتې او اوس خو مایوسه شوی هم دی.

۶۶ کلن احمد سلیم د جرمني خبري اژانس ته ویلي، فکر نه کوي چې نوموړی به په خپل ژوند کې په دې برخه کې کوم بدلون وویني.

نوموړی یوازیني کس نه دی چې فکر کوي د پاکستان اوسنۍ متزلزله درسي سیستم په پاکستان کې د سخت دریځو د زیات نفوذ یو لامل دی.

هغه ډي پي اي خبري اژانس ته ویلي، سخت دریځي او پوهنه له یو بل سره تړلي او په دې برخه کې د اصلاحاتو لپاره د پاکستان سیاستوال اراده نه لري.

په پاکستان کې د پوهنې سیستم یو غیر مفید لور ته درومي او دا کار د پخواني پوځي واکمن جنرال ضیا الحق په دوره کې زیات ترسره شوی دی.

له هم هغه وخت څخه نیشنلزم، له هر څه نه د اسلام لوړوالۍ او پوځي زده کړه د پاکستان په ښونځیو کې تدریس کیږي.

احمد سلیم وايي، که تصور وکړو چې له دغو کتابونو پرته یو ماشوم د معلوماتو بله سرچینه ونه لري نو دا به ورته ګرانه او حیرانونکي وي چې پوه شي له پاکستان، هند او مسلمانو هېوادونو څخه بهر بله نړۍ هم شته .

د جرمني خبري اژانس وايي، د پاکستان په ټولنه کې فقر د مذهبي ښونځیو په رامنځته کولو کې مرسته کوي ځکه کمزوره اقتصاد او سخت دریځۍ، ناامنۍ او تاوتریخوالي له یو بل سره ربط لري.

مدرسې شاګردانو په وړیا توګه خوراک څښاک د اوسیدو ځای او ټول هغه څه برابروي چې دولتي ښونځي يې نه ورکوي د پرمختګ د دوامداره پالیسۍ د انسټیټیوټ مشر احمد سلیم وايي، د پاکستان حکومت سخت دریځي او جهادي سازمانونه پریښې چې د مدرسو له لارې پراخې او فعالې شي څو دغو سازمانونو ته له همدغو مذهبي ښونځیو څخه په نه ختمیدونکي توګه وسله وال جنګیالي په لا س ورشي.

د جرمني د خبري اژانس په وینا بل لورته د پاکستان تعلمیي سیستم د فساد له امله په بد وضیعت کې دی .

داسې ښونځي هم جوړ شوي چې یوازې د کاغذ پر مخ موجود دي، ښوونکو ته يې تنخواګانې ورکول کیږي خو هغوي هیڅکله خپلو دندو ته تللي نه دي.

د تعلیم لپاره د پاکستان د ائتلاف د سازمان غړې زهرا ارشد ډي پي اي خبري اژانس ته ویلي فقر او د پوهنې کموالۍ په پاکستان کې د سخت دریځۍ دوه اصلي لاملونه دي.
XS
SM
MD
LG