د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۴

امريکا: د سولې لپاره په افغانستان کې تماسونه نيول شوي


د سولې عالي شورا هم له طالبانو سره د سولې پروسه پرمخ بيايي
د سولې عالي شورا هم له طالبانو سره د سولې پروسه پرمخ بيايي
که څه هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له وسلوالو طالبانو سره د واشنګټن د خبرو اترو په باب له څرګندونو ډډه وکړه، خو د دغه وزارت يوه وياند پرون وويل، چې امريکا په افغانستان کې د سولې د بهير د ملاتړ لپاره له بېلابېلو اړخونو سره په پراخه کچه اړيکې ټينګې کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ميګان ماټوسن د فرانسې خبري اژانس ته وويل، موږ تل د سولې د هغې پروسې ملاتړ کړى، چې د افغانانو له لوري رهبري شي.

ولسمشر کرزي پرون د لومړي ځل لپاره تاييد کړه چې امريکا له وسلوالو سره د سولې په خبرو کې ښکېله ده:

له طالبانو او نورو وطنوالو سره د سولې خبرې پیل شوې دي. هغه کسان چې د افغانستان اساسي قانون، پرمختګ، د ملت آزادي، د افغانستان ډيموکراسي او نور وياړونه ومني، په دغو خبرو کې ګډون کولاى شي. بهرني قوتونه او په خاص ډول د امریکا متحده ایالات دا خبرې پرمخ وړي

د ولسمشر کرزي تر دغو څرګندونو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، واشنګټن دا مهال د سولې د هڅو د ملاتړ لپاره په افغانستان او سيمه کې له ځينو سرچينو سره تماسونه نيولي دي.

ميګان ماټوسن ټينګار وکړ چې واشنګټن د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي، چې افغانان يې په خپله مشري کوي.

خو ځينې کسان په دې باور دي چې پر افغان حکومت د امريکا د بېباورۍ له کبله واشنګټن دېته اړ شو چې په خپله مټې رابډوهي او له طالبانو سره خبرې اترې وکړي. د سياسي چارو کارپوه يونس فکور دغه ټکي ته اشاره کوي:

”امريکا چې د طالبانو په وړاندې په توده جګړه بوخته ده، لېواله ده هغه سوله چې له طالبانو سره کېږي بايد ورڅخه خبره وي او امريکايان يې ترسره کړي. کرزى او د سولې عالي شورا په خپله سليقه تماسونه نيسي. پر افغان دولت د بېبارۍ له کبله امريکا غواړي په مستقيم ډول له طالبانو سره په تماس کې وي“

تر دې وړاندې ځينو غربي رسنيو له طالبانو سره د سولې په مذاکرو کې د امريکا د ګډون په باب راپورونه خپاره کړي وو، خو دا لومړى ځل دى چې يو رسمي او عالي رتبه افغان چارواکى دغه خبر تاييدوي.

يوې جرمنۍ خپرونې څه موده مخکې راپور ورکړى و، چې امريکا د جرمني په منځګړيتوب د طالبانو له ځينو مشرانو سره درې ځلې خبرې کړې دي.

د شپيګل مجلې د راپور له مخې، د امريکا او طالبانو ترمنځ يو ځل په قطر او دوه ځلې په جرمني کې مخامخ خبرې شوې دي.
XS
SM
MD
LG