د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

د مراکش پاچا په اساسي قانون کې بدلون راوست


د مراکش پاچا وروسته له هغې په اساسي قانون کې د تعدیل امر ورکړ چې د تېرې فبرورۍ میاشت کې خلکو په هېواد کې د بدلونونو لپاره مظاهرې وکړې.
د مراکش پاچا وروسته له هغې په اساسي قانون کې د تعدیل امر ورکړ چې د تېرې فبرورۍ میاشت کې خلکو په هېواد کې د بدلونونو لپاره مظاهرې وکړې.
د مراکش پاچا محمد شپږم، په اساسي قانون کې یو شمېر بدلونونه اعلان کړل او وایي، د شمالی افریقا د دغه هېواد سلطنتې نظام به مشروطه شاهي وي.

د مراکش پاچا د جمعې په شپه ملت ته په وینا کې وویل، په اساسي قانون کې دا بدلونونه د مراکش د خلکو د هیلو په ځواب کې چې په هېواد کې زیاتې ډيموکراسۍ او غښتلي پارلماني سیسټم ته لېواله دي، رامنځ ته شوي دي.

په اساسي قانون کې پر تعدیلونو به د جولاي په لومړۍ نېټه ټولپوښتنه یا ریفرندم وشي.

پاچا محمد په دې اړه وویل:

“زما وفادارو خلکو! زه به لومړی کس یم چې د تعدیل شوي اساسي قانون د عملي کولو لپاره به کار کوم. دا قانون به په هېواد کې د یوه مشروطه، ډيموکراټیک پارلماني نظام لرونکى شاهي نظام اساسات ټینګوي اود جولاى په لومړۍ نېټه به په ملي ټولپوښتنه کې ورباندې رايه ورکول شي”

پاچا به د هېواد د پوځ اعلی قوماندان او د امنیتي پالیسۍ د شورا مشر وي چې دا دواړه د قدرت ساتلو مهمې څوکۍ دي.

د مراکش پاچا وروسته له هغې په اساسي قانون کې د تعدیل امر ورکړ چې د تېرې فبرورۍ میاشت کې خلکو په هېواد کې د بدلونونو لپاره مظاهرې وکړې.

“د فبرورۍ د شلمې غورځنک” په نامه د مراکش ډيموکراسۍ پلویو فعالانو په اساسي قانون کی دا بدلونونه رد کړي او وایي، دا بدلونونه تزئیني دي.
XS
SM
MD
LG