د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

ولسي جرګه تر راتلونکي سې شنبه خپلې چپې خولې احتجاج ته دوام ورکړي


دوی وايي تر هغه به احتجام ته دوام ورکړي، څو چې ولسمشر پاتې کابینه نه وي ورپېژندلې.
دوی وايي تر هغه به احتجام ته دوام ورکړي، څو چې ولسمشر پاتې کابینه نه وي ورپېژندلې.
د ولسي جرګې غړو د شنبې په ورځ په عمومي غوڼده کې وویل، د دوی چپه خوله پاتې کېدل به د راتلونکې سې شنبې ترورځې پورې دوام وکړي.

د جرګې غړو څه باندې یوه اوونۍ مخکې پریکړه کړې وه، چې که حکومت ورته د کابینې د اوه سرپرستو غړو پرځای، نور وزیران ورمعرفي نه کړي، دوی به هیڅ اجنډا ونه لري او په ټول رسمي وخت کې به چپه خوله پاتې شي.

د جرګې غړي محمد نعیم حمیدزاده لالي وویل:

″موږ به د خپلې پریکړه سره سم، د چپې خولې احتجاج ته نور دوام هم ورکړو، موږ غواړو له دې لارې حکومت مجبورکړو، په خپلو وعدو وفا وکړي او ډېر ژر د کابینې نوي غړي رامعرفي کړي.″

د ولسي جرګې غړو وویل، حکومت د جرګې د بیا بیا غوښتنو او تاکېد له مخې ژمنه کړې وه، چې په روانه میاشت کې به د کابینې د سرپرستو غړو پرځای، نوي وزیران ورمعرفي کوي.

خو په خپله ژمنه یې عمل ونه کړ او جرګه مجبوره شوه، چې احتجاج وکړي او ترپنځلسو ورځو پورې په رسمي وخت کې چپه پاتې شي.

د جرګې ځیني غړي بیا له دغې پریکړې سره مخالف دي او وایي، چې ملت له اولسي جرګې ډیرې هیلې لري، په پنځلسو ورځو کې دوی کولی شوای په ډیرو قوانینو کار وکړي. د جرګی غړې ارین یون وایي:

″دا کارهیڅ ګټه نه لري، وخت مو ضایع کېږي، ملت زموږ څخه کار غواړي، خو په دې احتجاج څو ورځې ضایع شوي، په دی ورځو کې کېدای شول ډیر قوانین تصویب او ډېر کار وشي.″

د افغان حکومت په کابینه کې اوسمهال، د اوبو اوبرېښنا، مخابراتو، عامې روغتیا، د ښځو چارو، لوړو زده کړو، ښاري پراختیا او ټرانسپورټ وزارتونه وزیران نه لري او چارې یې د سرپرستو وزیرانو له خوا پرمخ بیول کېږي.

د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ په ځینو حالاتو کې د شخړو رامنځته کېدل، نوې خبره نه ده. په تیره دوره کې هم د ځینو قوانینو په تفسیر، د ځینو ادارو په تشکېلاتو او داسې نورو مواردو کې د دواړو قوو ترمنځ یولړ شخړې رامنځته شوي دي.

د اوسنۍ ولسي جرګې او حکومت ترمنځ تر لویه شخړه، د انتخاباتي درغلیو لپاره د ځانګړې محکمې جوړېدل دي.

ولسي جرګه یې غیرقانوني ګڼي او حکومت وایي، ځانګړې محکمه د سترې محکمې د پریکړې او وړاندیز له مخې جوړه شوې ده.

د کابیینې د پاتې وزیرانو په هکله د جمهور رییس ویاند وحید عمر په دې وروستیو کې یوې خبرې ناستې ته وویل، چې د کابییې پاتې وزیران به په لږه موده کې ولسي جرګې ته معرفي شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG