د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۶

کابل: په وسله واله نښته کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي


ځانمرګی چې د پولويس له خوا ووژل شو او د ملي اردو د عسکرو درېشي يې په تن کړې وه
ځانمرګی چې د پولويس له خوا ووژل شو او د ملي اردو د عسکرو درېشي يې په تن کړې وه

د شنبې د ورځي یوه نیمه بجه وه، چې د کابل ښار په تر ټولو مشهور بازار منډوي کې دریو ځان وژونکو حمله کوونکو په لومړۍ امنیتي حوزې حمله وکړه.

د شنبې د ورځي یوه نیمه بجه وه، چې د کابل ښار په تر ټولو مشهور بازار منډوي کې دریو ځان وژونکو حمله کوونکو په لومړۍ امنیتي حوزې حمله وکړه.

په لومړۍ امنیتي حوزې دا حمله په یوې ځان وژونکې چاودنې سره پیل شوه، چې وروسته د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه.

له چاودنې وروسته، چې په کې درې پولیس، د ملي امنیت یو کار کوونکی او پنځه عام وګړي ووژل شول دغه سیمه د سترګو په رپ کې له خلکو خالي شوه او د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوه.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په لومړۍ امنیتي حوزې دا حمله د دریو ځان وژونکو له خوا شوې وه، چې یو ځان والوزوه او پاتې دوه یې له پولیسو سره په شاوخوا دوه ساعته نښته کې ووژل شول.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته د شوې حملې او د اوښتې مرګ ژوبلې جزیات داسې وړاندې کړل.

″یوه تن ځان والوزاوه او دوه تنه نور یې د افغانستان د ملي پولیسو له خوا په ووژل شول، له بده مرغه په دې برید کې دوه تنه ملي پولیس ووژل شول، یو تن د ملي امنیت وژل شوی او په ډېره خواشینۍ سره باید ووایم چې پنځه تنه ملکي تلفات پېښ شوي دي.

په عین حال کې دوه تنه پولیس او لس تنه ملکي وکړي ټپیان شوي دي.″

په دغه حمله کې په وینو رنګ ولسي خلک هم د نښتي له ځایه امبولانسونو ته وړل کېدل، خو ځني نور خلک چې په ساحه کې بند وو، دغه حالت ته حیران او په خبره یې چې په امنیتي چوکیو کې وړ کسان نسته.

″۱ – زما نوم خانزاده دی. درې تنه مې ولیدل چې حوزې ته ننوتل، درې انفجاره وشول، نو دا معلوم نه دي چې انتحاریان څه شول.
په دې پېښه کې پنځه تنه عام وګړي،، چې د سودا اخیستو او سودا خرڅولو لپاره راټول شوي وژل شوي


۲ - میړنی: ما دلته سودا اخیستله ومې لیدل چې ډزې پیل شوې او په اخر کې یو انتحاري هم وشوه، دوه تنه ووژل شول او درې تنه ملک ټپیان مې په خپلو سترګو ولیدل. سم امنیتي کسان په دنده نه دي ګمارل شوي.″

د ولسي خلکو تر څنګه خپله هغه پولیس چې په جګړه بوخت و، دوی هم له افغان لوړپوړو چارواکو ګیله لري.

محمد ناصر چې په مخامخ ډزو یې یو ځان وژونکی وژلی، وايي، چې لوړ چارواکي مو پوښتنه او ستاینه نه کوي.

“له خپله سره تیر سوم، وطن مې دی حق راباندې لري، د وطن په خاطر مې وواژه خو اوس څوک نسته چې پوښتنه مې وکړي، لاس او پښه مې ژوبل شول، شاهد لرم، ځان وژونکی مې په راسته سترګه وویشت، که مې چا پوښته وکړه، ښه خبره ده که نه وه هیڅ.”

وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت منلې او ویلي، چې د دوی هدف په لومړۍ امنیتي حوزه کې د پولیسو روزنیز مرکز و.

خو د دې ډلې ویاند ذبیح اله مجاهد، چې له یو نا معلوم ځای نه یې خبرې کولې په حمله کې د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه و نه ویل.

دا لومړې ځل نه دی، چې په کابل کې دفاعي او امنیتي ادارې په نښه کیږي، بلکې تر دې مخکې هم په دفاع وزارت او له هغې وروسته په پوځي روغتون کې ورته حملې شوې وې.

خو د شنبې د ورځې درې سره ځان وژونکي حمله کوونکي هم د افغان ملي پوځ په لباس کې وو.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG