د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

د پيسو نړيوال صندوق وايي د کابل بانک د سقوط علت فساد دى


د پیسو نړیوال صندوق IMF د کابل بانک د ژغورنې لپاره چې د فساد له وجې له بحران سره مخامخ شوی د افغان حکومت پلان رد کړ. IMF وايي، بدپورونه او فساد د کابل بانک د سقوط عوامل دي.

د کابل بانک بحران له افغان حکومت سره د لسګونه میلیونه ډالرو په ارزښت د نړیوالو مرستو د ځنډېدو باعث شوی دی او د دې بانک د ژغورنې لپاره د پلان رد ښايي د څو میلیارده ډالرو په ارزښت له افغانستان سره کېدونکې نورې مرستې هم له خطر سره مخامخ کړي.

یوه لویدیځ ډيپلوماټ چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کړې، رویټرز آژانس ته ویلي، داسې ښکاري چې IMF په کابل بانک کې د بحران د حل لپاره د افغانستان د حکومت وروستی وړاندیز رد کړی دی.

له دې سره پر افغانستان لسګونه میلیونه ډالره مرستې بندې شوې او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پرمختیايي پروژې د بندېدو له ګواښ سره مخامخ شوې.

درې ډيپلوماټان چې د افغان حکومت، مرستندویو هېوادونو او د پیسو د نړیوال صندوق یا IMF ترمینځ په خبرو کې دخیل دي وايي، افغان حکومت په دې کې پاتې راغی چې تر ټاکل شوي مهلت یعنې تېرې شنبې ورځې پورې، کابل بانک ته د ورپېښې رسوایۍ له وجې د رامینځ ته شویو اندېښنو په اړه مرستندویانو ته قناعت ورکړي.

د رویټرز خبري آژانس په وینا دا د افغانستان د بیارغونې له صندوق سره د اویا میلیونه ډالرو په ارزښت د ټاکل شوې مرستې د ځنډېدو په معنا ده. آژانس لیکي، فساد، بدوپورونو او ناسالمې ادارې د افغانستان تر ټولو ستر بانک کابل بانک ته چې سیاسي چارواکي ونډې پکې لري میلیونونه ډالره زیان واړاوه. لویدیځ مقامات اوس په ډاګه وايي چې د دې بانک چارې د درغلۍ په زړه طریقه اداره کېدلې.

په کابل کې یوه لویدیځ ډيپلوماټ د کابل بانک بحران د پیسو د نړیوال صندوق لپاره، د یونان د اقتصادي ژغورنې له پلانه وروسته دوهمه لویه لانجه وبلله.
دې ډیپلوماټ همداراز وویل چې ولسمشر بارک اوباما تېره اونۍ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ویډیوکنفرانس له لارې په خپلو خبرو کې د کابل بانک د بحران په اړه اندېښنه وښوده، ویې ویل، دا مسئله د افغانستان او امریکا له اوږدمهالو اړیکو سره مستقیمه اړیکه لري.

د کابل اوواشنګټن اړیکي له څو کلونو راهیسې هسې هم ترینګلې دي او ښايي د کابل بانک بحران د دواړو هېوادونو پر اړیکو نوره ناوړه اغېزه هم وکړي، په تېره په داسې حال کې چې واشنګټن له افغانستانه د خپلو سرتېرو د اېستلو پیل ته د تیارۍ په حال کې دی او په پام کې ده چې دا بهیر په 2014 کال کې بشپړ شي.

د پیسو د نړیوال صندوق چارواکو د سه شنبې په ورځ رویټر خبري آژانس ته وویل، دوی چمتو دي چې افغان حکومت ته د پورونو لړۍ له سره پیل کړي خو په هغه صورت کې چې افغان چارواکي په مالي برخه کې د فساد مسئله چې پروسږکال د کابل بانک د سقوط باعث شوه حل کړي.

د افغانستان کابینې د پنجشنبې په ورځ د کابل بانک د بحران په اړه بحث وکړ او د یادشوي ډيپلوماټ په وینا له غونډې وروسته د شنبې په ورځ د مالیې وزیر عمرزاخېلوال IMF ته یو مکتوب واستاوه چې په راتلونکي کې د افغانستان د بانکونو د تفتیش په ګډون د سازش یوه طرحه یې ورته وړاندې کړه. لویدیځ ډيپلوماټان وايي، IMF د افغان حکومت طرح په راتلونکي کې د فساد د مخنیوي لپاره نیمګړې وبلله او رد یې کړه.

خو د مالیې وزارت ویاند عزیزشمس وویل چې دی IMF ته د کوم استول شوي مکتوب په اړه معلومات نلري او زیاته یې کړه چې د مالیې وزارت له IMF سره همکاري کوي او په دې برخه کې هېڅ راز ستونزه نشته.

کابل بانک نژدې 926 میلیونه ډالر لوی لوی پورونه ورکړي او وېره شته چې نژدې 580 میلیونه به په خطر کې وي. چارواکي هیله لري چې نژدې 350 میلیونه ډالر به بېرته حصول شي خو مرستندویان د پورونو د حصول په برخه کې د کوټلو ګامونو غوښتنه کوي.

ډيپلوماټان وايي چې په تېرو دریو میاشتو کې د افغانستان د بیارغونې صندوق حکومت ته یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې ځکه چې IMF له دې پروګرام سره د مرستې په برخه کې خپله ژمنه نه ده تازه کړې.

د پیسو نړیوال صندوق له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې له افغانستان سره د مرستو پر دوام غور کوي. رویټر خبري آژانس لیکي، لویدیځ چارواکي اوس وېره لري چې د مالي مرستو کمول به د اوړي ترپایه د افغانستان پر حکومت سخت اغېز وکړي ځکه که د سلګونو زرو دولتي مامورینو تنخواګانې چې د افغانستان د بیارغونې له صندوق څخه ورکول کېږي پاتې شي، د افغانستان پر بې امنیو به نوره ناوړه اغېزه هم وکړي.

آژانس د راپور په وروستۍ برخه کې لیکي، که افغان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق د کابل بانک لانجمن حسابونه تصفیه او د هېواد د مالي سیستم بیارغونه ونکړي نو ښايي په راتلونکو اوږدو کلونو کې به د میلیاردونو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د بیارغونې پروژې له خطر سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG