د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۴

سناتوران: موږ نشو کولای په افغانستان کې لویدځ ډوله ډموکراسي ټینګه کړو


امریکايي سناتوران وايي، د افغانستان هر ښار او کلی امن کول ناشونی دی.
امریکايي سناتوران وايي، د افغانستان هر ښار او کلی امن کول ناشونی دی.
دغو امریکایي سناتورانو چې شمېر یې ۲۴ تنو ته رسي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته په استولي لیک کې ویلي، چې موږ په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ د بدلون او په دغه هیواد کې د روان کال له جولای څخه د امریکایي عسکرو د پام وړ شمیر د کمولو او د دغه بهیر د دوام په کلکه ملاتړ کوو.

دغو سناتورانو چې اکثریت یې ډموکراټان دي، ویلي، د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د القاعده د خوندي ځالو او د هغې د ملاتړي رژیم د ړنګولواو د ۲۰۰۱ کال د تروریستي حملو د عاملانو د له منځه وړلو لپاره مشروع او بریالۍ جګړه پیل کړه، چې دغه ابتدایي اهداف نن ترډېره بریده ترلاسه شوي دي.

دوی د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر لیون پانیتا وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې، چې ویلې یې وو، موږ فکر کوو چې په افغانستان کې به اوس د پنځوس او سلو ترمنځ د القاعده غړي فعال وي.

دغو سناتورانو ویلي، په تیرو څو کلونو کې زموږ ځواکونو د القاعده یو زیات شمېر مشران یا وژلي او یایې نیولي دي او د امریکایي خاصو ځواکونو له خوا د می په دوهمه په پاکستان کې د القاعده د مشر او د دې شبکې د موسس اسامه بن لادن وژل کیدل پردې شبکې یو بل سخت ګزار و، چې هغه یې نوره هم کمزورې کړې ده.

سناتورانو په استولي لیک کې اوباما ته ویلي، چې تاسو تل په ویناو په تیره ملت ته په ورستۍ وینا کې پردې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې موږ ځکه حظور لرو، چې د القاعده په وړاندې جګړه کې ښکیل یو.

دغو وروسیتو پرمختګونو ته په پام سره اوس د دې وخت دی چې د پام وړ ځواکونه له دې هیواده وباسو او دغه بهیر ته دوام ورکړو.

سناتورانو ویلي، یوشمیر کسان په دې باور دي، چې موږ باید په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر کم نه کړو او په دې هیواد کې د بغاوت ضد ستراتیژۍ او د دولت جوړولو چاروته دوام ورکړو.

دا یوه غلطه مفکوره ده. موږ به هیڅکله هم په دې ونه توانیږو، چې د افغانستان هرښار او کلی امن کړو او نه به هم وکولای شو، چې افغانستان له صفر څخه جوړ کړو او په دې هیواد کې لویدیځ ته ورته ډموکراسۍ ټینګه کړو.

سناتورانو ویلي، د افغانستان حکومت په اداري فساد کې ښکیل دی او هغه منابع چې د سړکونو، ښوونځیو، کلینکونو جوړولو او د بیارغونې نوروکارونو ته وقف شوي، په غلطه لګیږي او حتی وسله وال ترې ګټه اخلي.

والیان او نور سیمه یز مشران د شخصي ملګرتیاوو، واسطو او پیسو له لارې ټاکل کیږي، چې دې کار پرحکومت خلک ډیر بې باوره کړي دي.

که څه هم دا د ستاینې وړ یوهدف دی، چې په افغانستان کې د نویو ملکي ادارو د جوړولو هڅه وشي خو دغه هدف په دې هیواد کې د امریکایي عسکرو د تلفاتو او د امریکایانو د مالیو د میلیارډونو ډالرو پانګونې لپاره نه شي توجیه کیدای.

سناتورانو اوباما ته په استولي لیک کې ټینګار کړی، چې د دې پرځای چې په افغانستان کې په محلي زړو دښمنیو او سیمه ییزو کړکیچونو کې ښکیل پاتې شو، ښه به دا وي، چې د افغانستان د پرمختګ چارې هرڅومره ژرپه خپله افغانانو او د دوی حکومت ته وسپارو.

موږ به باید خپل قابیلیتونه وساتو او هغه پورته یوسو څو په راتلونکې کې هرتروریستي ګواښ له منځه یوسو، د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او خپلو ډیپلوماټیکو او د بشري مرستو هڅو ته دوام ورکړو.

خو په هرصورت دغه هدفونه داسې نه شي توجیه کیدای چې موږ دې په افغانستان کې خپل له سلو زرو زیات عسکر، چې په سختو نښتو کې ښکیل دي، وساتو.

سناتورانو ولسمشرته په استولي لیک کې یادونه کړې، چې زموږ خپلو استخباراتي چارواکو ویلي، چې القاعده نور په افغانستان کې پراخ حضور نه لري او پر اسامه بن لادن وروستیو عملیاتو ثابته کړه، چې موږ د دې توان لرو، چې په کمو ځواکونو سره خپل د ښمنان له منځه یوسو.

دوی ولسمشر ته ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام زیانونه به یې له ګټې زیات وي او اوس د دې وخت دی چې امریکا په افغانستان کې خپله پالیسی بدله کړي.

راپور: نوریاس نوري
XS
SM
MD
LG