د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

په چين کې ٢٥ تنه د بلوا په تور ونيول شول


د چین پولیس وايي جنوبي ګنګژو ښار ته نژدې يې د بلواګرو کډوالو کارګرانو او امنیتي ځواکونو تر منځ له نښتې ورسته ۲۵ تنه نیولې دي.

دا ناارامي له هغو درېیو ورځنيو مظاهرو وروسته رامنځته شوې چې په سینګټنګ ښار کې د ادعا له مخې د امنیتي ځواکونو له خوا له یوې ښځې سره د بد سلوک په عکس العمل کې ترسره شوې دي.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا ویلي مظاهره کوونکو پر حکومتي مقاماتو او د پولیسو پر موټرو د بوتلونو او ډبرو ګوزارونه وکړل، چې په نتيجه کې پولیس مجبوره شول د هغوى د خپرولو لپاره اوښکي بهوونکى ګاز استعمال کړي.

دغه راز عیني شاهدانو ویلي په دې پېښه کې د پولیسو یو شمېر موټرونو ته اور هم اچول شوی دی.

پولیسو وروسته بیا دغه سیمه په خپل کنټرول کې راوسته .

په دغه سیمه کې د نساجي د فابریکو کارکوونکي چې یو شمېر يې کډوال دي، ژوند کوي.

تېره اوونۍ په لیچون ښار کې د پولیسو په مرکز کې د یوه بندي محلي چارواکي له وژل کېدو وروسته سلګونو کسانو محلي حکومتي دفترونه کلابند کړل .

ددغه وژل شوي چارواکي کورنۍ ویلي ران ژینکسیان د پولیسو د تحقیقانو پر مهال تر مرګه پورې وهل شوی دی.

د راپورونو له مخې د ران د وژل کېدو په قضیه کې ګڼ شمېر مقامات نیول شوي دي.

په یوې بله پېښه کې یوه سړي چې ظاهراً داسې ښکارېده د محلي چارواکو د اداري فساد او د مځکې د غصب له امله په غوسه شوی په شیانګکسي ښار کې پر حکومتي ودانیو په کور کې جوړ شوي درې بمونه واچول چې له امله په خپله او دوه تنه نور ووژل شول.

د چین حکومت دغلته د خلکو د وروستیو پاڅونونو په وړاندې په عصباني توګه عکس العمل ښودلی دی.

بلخوا د بشر د حقونو ډلې وايي چې په چین کې په دې وروستیو څو میاشتو کې د حکومت سلګونه منتقدان سخت ځپل شوي دي.
XS
SM
MD
LG