د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۸

ولسمشر کابل ته ستون شو، خو له کومو لاسته راوړنو سره؟


ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګېلاني پرون د دواړو هېوادونو د سولې ګډ کميسيون پرانيست. دواړو مشرانو وويل چې د دې کميسيون غړي به په اکتوبر مياشت کې يوځل سره وګوري.

د پاکستان له صدراعظم سره په ګډ کنفرانس کې ولسمشر کرزي له اسلام اباده وغوښتل چې د وسلوالو طالبانو پناهځايونه دې وتړي.

د سولې عالي شورا رئيس برهان الدين رباني چې له نورو افغان چارواکو سره په دې سفر کې ملګرى و، د پاکستان له ځينو مذهبي مشرانو سره وکتل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې له وسلوالو ډلو- ټپلو سره د سولې په پروسه کې لا زياته همکاري وکړي.

د افغانستان د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې اعلاميې پر اساس، پاکستاني چارواکو له ولسمشر کرزي سره په کتنو کې ژمنه وکړه، چې د سخت دريځو په وړاندې به په مبارزه کې مرسته او همکاري کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه والى هم د دغو رهبرانو د بحث وړ موضوع وه.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د دواړو هېوادونو مشرانو د رېلګادي د هغې پټلۍ پر جوړولو هم موافقه وکړه، چې پېښور له جلال اباد سره تړي.

د پاکستان په ايبټ اباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د کابل او اسلام اباد په اړيکو کې کړکېچ زيات شوى و.

خو د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي، چې پاکستان ته د افغان مقاماتو دغه سفر د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي په برخه کې ډېر ګټور و.

په دې وروستيو کې پاکستان ادعا وکړه چې د وسلوالو طالبانو يوه ډله له افغانستان څخه پاکستان ته واوښته او په دير کې يې ځينې بريدونه وکړل، خو ولسمشر کرزي وويل، که چېرې پاکستان په دې برخه کې کافي اسناد او شواهد ولري، افغان حکومت به جدي اقدام وکړي.
XS
SM
MD
LG