د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

په شمالي ولايتونو کې ناامني پراخه شوې


د افغانستان شمال په تېرو څو کلونو کې په هېواد کې د ثبات اساسي ستنه وه خو د جګړې له وجې له ګډوډیو او له هرې وژنې او هرې نیونې سره هلته وضعیت په خرابېدو شو.

څو اونۍ مخکې د تخار د ولایت پر ودانۍ برید چې په نتیجه کې یې د شمال د پولیسو د پامیر زون قوماندان جنرال داود او د تخار امنیه قوماندان جنرال شاه جهان ووژل شول وښوده چې څنګه په شمال کې وضعیت په بدلېدو دی. په دې برید کې د تخار والي او د ناټو جرمن جنرال هم ټپیان شول.

هغه مهال چې په روانه میاشت کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو غړی د افغان او نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو، او ناټو هغه د تخار په حمله کې په لاس لرلو تورن کړ، د افغانستان په شمال کې له یوه خطرناک بهیر څخه پرده پورته شوه.

د هېواد په شمال کې د تشدد زیاتېدو، په تروریستي فعالیتونو کې د سیمه ایزو خلکو ګډون او په بریدونو کې له پرمختللو تخنیکونو څخه کار اخیستل ښيي چې د ازبکستان اسلامي نهضت تر کومې اندازې د افغانستان د شمال په ازبکانو کې نفوذ کړی. په شمال کې د طالبانو په مشرۍ له وسله وال بغاوت سره د ازبکستان د اسلامي غورځنګ IMU یوځای کېدل د دې ډلې د مخ په زیاتېدو اتحادونو نښه ده.

پر جنرال داود حمله په افغانستان کې د جګپوړو حکومتي چارواکو د وژنو لړۍ او د طالبانو په وړاندې د ناټو او افغان ځواکونو د عملیاتو لپاره یوه ماتې ده.

څارونکي وايي، که دې مسئلې ته پاملرنه ونشي نو د طالبانو، القاعده او IMU ترمینځ اتحاد به نه یوازې د افغانستان شمال بې ثباته کړي، بلکې ښايي له دې سیمې څخه به په منځنۍ آسیا او نورو سیمو کې د حملو لپاره د خېز د یوې تختې په توګه کار واخیستل شي.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو پخوانی استازی محمدعاصم په دې نظر دی چې د ازبکستان اسلامي غورځنګ لادمخه د افغانستان په شمال کې ځان ته ځاله جوړه کړې ده. دی وايي چې د دوی وروستی هدف په منځنۍ آسیا کې د عملیاتو لپاره ځان ته د یوې اډې جوړول دي، خو دوی د افغان او نړیوالو ځواکونو پرضد جګړه هم غواړي.

د هېواد په شمال کې د طالبانو د فعالېدو احتمال تر څو کلونو مخکې پورې ناممکن ښکارېده خو د IMU له خوا د استخدام شویو کسانو په ګډون د سیمه ایزو خلکو په همکارۍ دوی هلته نفوذ وکړ.

د طالبانو هغه چارواکي چې اوس په کابل کې ژوند کوي، وايي چې د دې دواړو ډلو اړیکې هغه مهال پیل شوې چې په ۱۹۹۰ مو کلونو کې ازبکستان د قوماندان عبدالرشیددوستم پلوي وکړه او په مقابل کې طالبانو د منځنۍ آسیا وسله والو ته ځای ورکړ.

که څه هم د طالبانو اکثر جنګیالي د افغانستان د بېلابېلو سیمو پښتانه ځوانان دي خو له IMU سره چې لیکې یې په منځنۍ آسیا کې له مېشتو سني مسلمانانو ډکې دي، د ملګرتیا له وجې دوی اوس په سیمه ایزو ازبکانو، تاجکانو، ترکمنانو او نورو قومونو کې هم ځان ته ځای موندلی دی. افغان څارونکي وايي چې ازبکان په ځانګړي ډول د هېواد په سیاسي ډګر کې څنډې ته د پاتې کېدو له وجې د IMU د نفوذ له خطر سره مخامخ دي.

له پاکستان سره د IMU اړیکي هم خاص اهمیت لري ځکه دې ډلې په قبایلي سیمو کې د لس کلنې استوګنې په ترڅ کې اوسنۍ بڼه خپله کړه، له القاعده مشرانو سره یې اړیکې نژدې شوې او په ترک ټبرو هېوادونو او شمالي قفقاز کې یې د وسله والو د استخدام مشري په غاړه واخیسته.

IMU همداراز د پاکستان له افراطي اسلامي ډلو سره چې اوس مهال د القاعده شبکې پوځي چارې پرمخ بیایي او د پخواني نسل په پرتله ډېر پرمختللي ګڼل کېږي، اړيکې ټینګې کړې.

د همدې اتحاد بڼه د افغانستان په شمال کې هم فعاله ده. د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه وحیدمژده وايي چې طالبانو او IMU د هېواد د شمال په امنیتي ځواکونو کې نفوذ کړی او همدا له دوی سره مرسته کوي چې په تخار کې د مې د اته ویشتمې نېټې د حملې په څېر ډېرې ښې تنظیم شوې حملې وکړي. مژده وايي چې د هېواد د شمالي سیمو ځوانان د افغان حکومت د فساد او بې کفایتي له وجې د افراطي ډلو لاسونو ته لوېږي.

د ولسي جرګې د پخواني وکیل محمدعاصم په وینا په شمال کې د بې ثباتۍ معنا دا ده چې دا سیمه د افغان ځواکونو د وړتیا د ازمویلو لپاره مناسبه نه ده. په پام کې ده دې ځواکونو ته په راروانه جولای میاشت کې د شمال د ځینو سیمو د امنیتي چارو مسوولیت وسپارل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال، د سیاسي چارو کارپوه عتیق الله بریالی له دې ټولو ستونزو سره سره خوشبین دی. ښاغلي بریالي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د افغانستان په شمال کې بې امنیتي هغه ستونزده نه ده چې د حل لاره ونلري.
XS
SM
MD
LG