د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

په پاکستان کې د يوه ځوان وژنه او پر ځواکونو يي نیوکې


د پاکستان حکومت د هغه ویډیویي فلم په اړه د تحقیقاتو خبر ورکړی چې په کراچۍ ښار کې د امنیتي ځواکونو له خوا د یوه بې وسلې ځوان وژنه په کې ښودل کېږي.

دا ویډیويي فلم څو ځلې د ټلویزیون له لارې خپور شو او په انټرنېټ کې د دې ویډیو په خپره شوې نسخه کې د افسرشاه په نوم اتلس کلن ځوان په داسې حال کې ښودل کېږي چې وینې ترې روانې دي او دی د مرستې لپاره سوالونه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک وویل چې په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور د پولیسو دوه منصبداران نیول شوي او تحقیقات ترې روان دي.

د دې ويډيو په باب عکس العملونه:




د پاکستان د ملېشه ځواکونو له لوري د يوه بېوسلې کس وژنې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو لږ ولسي ډاډ څرګندوي، چې د امريکا په بريد کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته دغه ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.

دغې پېښې چې ويډيويي عکاسي يې په يوه سيمه ييز ټلويزيون کې خپره شوه، د پاکستان د بشري حقونو پر تاريخ او غيرمحبوب حکومت تازه انتقادونه پارولي دي، زيات خلک وايي حکومت نه دى توانېدلى پوځ او پوليس مهار کړي او په دې توګه له خپلو دغو کړنو سره- سره له مجازاتو خوندي پاتې شوي دي.

د پاکستان ملېشه پر ځوان ډزې کوي

دې مسئلې د پاکستان پر ځواکمنې امنيتي ادارې چې د امريکا متحده ګڼل کېږي باور کم کړى، تېره مياشت اسلام اباد ته نژدې په ايبټ اباد کې د القاعده شبکې مشر ووژل شو، دا هم د پاکستان ناکامي ګڼل کېږي چې په کراچۍ کې يې د سمندري ځواکونو پر يوې مهمې اډې د لوى بريد مخنيوى په اسانه ونه شو کړاى.

په پاکستان کې د بشري حقونو د کميسيون مشرې زهرې يوسف، دې وروستۍ ويډيو ته په پام سره وويل، دا ډېره ځوروونکې مسئله ده او همېش دغه ډول پېښې کېږي.
XS
SM
MD
LG