د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

کلېنټن:د سوريې د تشدد پر مخنيوي کار کوو


په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د سوریې له رژیم څخه پر ملکي وګړو د برید د بندولو غوښتنه کړې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلیري کلېنټن پرون د سوریې ولسمشر بشاراسد ته خبرداری ورکړ چې له تاوتریخوالي څخه دې لاس واخلي.

مېرمن کلېنټن په ابوظبۍ کې د لیبیا د تماس ډلې د غونډې په پای کې وویل، بشاراسد د هغو تحولاتو مخه نه شي نیولای چې د سوریې خلک یې غواړي:

(موږ په نړیواله ټولنه کې له خپلو شریکانو سره ګډ کار کوو، څو په سوریه کې روان تشدد ته د پای ټکی کښېږدو او د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو ملاتړ وکړو. ولسمشراسد ښايي هڅه وکړي چې په سوریه کې روان بدلونونه وځنډوي، خو راګرځولای یې نه شي.)

په همدې حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الين ژوپې ولسمشر بشاراسد د سوریې د خلکو په عامه وژنه تورن کړ او د ملګروملتو د بشري حقونو عالي کمېشنرې، ناوې پیلې د سوریې پر رژیم غږ وکړ چې د ملګروملتونو څېړونکو ته اجازه ورکړي څو په دې هېواد کې له بشري حقونو د سرغړونو څېړنه وکړي.

د سوريې اټومي پروګرام:

پر اټومي انرژۍ د څار نړیوالې ټولنې د سوریې د اټومي پروګرام موضوع د ملګروملتونو امنیت شورا ته راجع کړه. د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې IAEA د مشرتابه ډلې له 35 غړو څخه 17 پرون په ویانا کې په خپله غونډه کې دې طرحې ته مثبته رایه ورکړه چې باید سوریې ته د یوه پټ اټومي ری اکټور د جوړولو په خاطر جزا ورکړل شي.

د IAEA اکثرو اروپايي غړو دې پرېکړې ته مثبته رایه ورکړه، خو چین او روسیې یې مخالفت وکړ. د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، په سوریه کې یوه پوځي اډه چې درې کاله مخکې د اسراییلو بمبارۍ ویجاړه کړه، احتمالاً یو پوځي ری اکټور و چې دمشق یې موجودیت باید اعلان کړی وای، خو سوریه ټینګار کوي چې د دیرالزور تاسیسات یوه غیراټومي پوځي اډه وه.

د سوریې سفیر بسام الصباغ د IAEA پرېکړه د خواشینۍ وړ وبلله، خو ژمنه یې وکړه چې هېواد به یې له دې سازمان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG